په بامیان ولایت کې د پوهنې آمرینو او د مسلکي پراختيا مدیرانو لپاره د مسلکي وړتیا لوړولو برنامه جوړه شوه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۱ - ۱۰:۲۵
سیبشیس

د پوهنې وزارت له لوري د بامیان او دایکندي ولایتونو د پوهنې آمرینو او د ښوونکو مسلکي پراختيا عمومي مدیرانو لپاره د مسلکي وړتیا لوړولو یو ورځنۍ برنامه جوړه شوه.
په دغه برنامه کې چې د ښوونځیو په چارو کې د ټولنې د ونډې اخیستنې، د ګډونوالو د دندو او مسوولیتونو د لا ښې پېژندنې او د عمومي مدیرانو د کاري لایحو د تشریح په موخه
«په ښوونځیو کې د ټولنې ونډه اخیستنه» تر سرلیک لاندې جوړه شوې وه، د پوهنې وزارت د ښوونيز نصاب او د ښوونکو مسلکي پراختيا لوى رئیس محترم الحاج مولوي اول‌ګل ایوبي او د یادو ولایتونو د پوهنې مسوولینو پکې ګډون درلود.
 د پوهنې وزارت د ښوونيز نصاب او د ښوونکو مسلکي پراختيا لوى رئیس په خپلو خبرو کې د ملک د پرمختګ او په ټولنه کې د سواد د پراختیا په برخه کې د مدیرانو او ښوونکو پر مهمو او درنو مسوولیتونو خبرې وکړې. نوموړي ښوونکي د ټولنې د ودې او روښانه راتلونکي له اساسي عواملو څخه وبلل او د ښوونکو د مسلکي وړتیاوو لوړولو او د ښوونې او روزنې د کیفیت په ښه‌والي کې یې د مدیرانو پر مهم رول ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۱ - ۱۰:۲۵
Background image

په بامیان ولایت کې د پوهنې آمرینو او د مسلکي پراختيا مدیرانو لپاره د مسلکي وړتیا لوړولو برنامه جوړه شوه

د پوهنې وزارت له لوري د بامیان او دایکندي ولایتونو د پوهنې آمرینو او د ښوونکو مسلکي پراختيا عمومي مدیرانو لپاره د مسلکي وړتیا لوړولو یو ورځنۍ برنامه جوړه شوه.
په دغه برنامه کې چې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۱ - ۱۰:۲۲
Background image

په غزني کې د یوه ښوونځي دوې ودانۍ ترمیم او بیاورغول شوې

د غزني ولایت مالستان ولسوالۍ اړوند سبزک ښوونځي دوې ودانۍ د یو میلیون، ۲۵۷ زره او ۲۲۰ افغانیو په لګښت ترمیم او د یوې غونډې په ترڅ کې بېرته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
یادې ودانۍ د سیمې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۳۰ - ۱۵:۲۵
Background image

د پوهنې وزارت د علمي شورا رئیس په رسمي سفر هرات ولایت ته لاړ

د پوهنې وزارت د علمي شورا د رئیس محترم مولوي محمد اسحاق حقیقي په مشرۍ پلاوی، د ښوونځیو د لسمو ټولګیو زده‌کوونکو د معیاري ازموینو د بهیر څارنې په موخه هرات ولایت ته سفر وکړ.
یاد پلاوي د. . .

BACK TO NEWS