په جوزجان ولايت کې یو باب ښوونځی پرانیستل شو

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۶ - ۱۳:۲۹
22

د جوزجان ولایت خواجه دوکوه ولسوالۍ اړوند په چوغان کلي کې، یو باب لومړنی ښوونځی د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د پوهنې رئیس، علماوو، قومي مخورو او د سیمې د خلکو په ګډون پرانیستل شو.

د یاد ولايت پوهنې رئیس الحاج مولوي محمدطاهر جواد وويل : د دغه کلي ماشومان په تېرو شلو کلونو کې زده کړو ته لاس رسى نه درلود او د نوي ښوونځي په تاسیس سره ١٧٠ تنه ماشومانو ته د زده کړو آسانتیا برابره او د سواد له نعمت څخه برخمن شول.

د جوزجان د پوهنې رئیس ژمنه وکړه، چې ډېر ژر به د ياد ښوونځي لپاره د ودانۍ د جوړېدو چارې پيل کړي.

بل پلو د سيمې اوسېدونکو په خپل کلي کې د ياد ښوونځي پر جوړېدو خوښي څرګنده او په یاده برخه کې يې د پوهنې رياست له پاملرنې مننه او قدرداني وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۰ - ۱۲:۳۸
Background image

د پوهنې خبرونو ته لنډه کتنه

میدان وردګ
د پوهنې وزارت اړوند مسئولینو، د میدان وردګ ولایت په جلریز ولسوالۍ کې شاوخوا یو جرېب ځمکه چې د معارف ملکیت ؤ، له فرصت طلبه کسانو بېرته خلاصه او د یاد وزارت په ملکیت کې یې ثبت. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۰ - ۱۲:۳۵
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره د ځینو خبرونو لنډیز

غزني
د غزني ولایت پوهنې ریاست د افغانستان.ا.ا. له م.جاهدینو څخه د سویې د تثبیت په موخه آزموینه واخیستله.
په پام کې ده، چې د آزموینې بریالي کسان به د ښوونځيو په یوولسم او دولسمو ټولګیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۰ - ۱۲:۲۹
Background image

په تخار ولایت کې د سویې د تثبیت آزموینه واخیستل شوه

د تخار ولایت پوهنې ریاست د افغانستان.ا.ا. له یو شمېر هغو م.جاهدینو څخه د سویې د تثبیت په موخه آزموینه واخیستله، کوم چې د .ج.هادي بوختیاوو له امله د زده کړو له بهیره وروسته پاتې شوې وو.
. . .

BACK TO NEWS