په غزني ولایت کې د یو ښوونځي بیارغونې چارې بشپړې شوې

د غزني ولایت قره باغ ولسوالۍ کې د خواجه شیر بابا ښوونځي بیارغونې چارې په دې وروستیو کې بشپړې او د پوهنې رئیس الحاج مولوي میر نصیر احمد حسیني، مشرانو، علماوو او ښوونکو په ګډون سره ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د پوهنې رئیس د ښوونې د ګټو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه،د ویاړ ځای دی چې د .ا.ا. په راتلو سره په ټول هېواد کې ملي امنیت تامین شوی او د خدای شکر ادا کوو چې زموږ ځوانان د پخوا په پرتله په آرامه توګه زده کړې کولای شي، نو راځئ چې د خپل هېواد د پرمختګ لپاره په یووالي او اسلامي ورورولۍ سره یو ځای کار وکړو.
نورو ويناوالو هم د پوهنې د پياوړتيا په برخه کې د پوهنې وزارت او د یاد ولايت د پوهنې رياست له پاملرنې مننه وکړه.
د يادونې وړ ده، دغه ښوونځى ټولټال ١١ درسي ټولګي لري، چې لګښت يې د پوهنې وزارت له بوديجې ورکړل شوى دى.