په فاریاب ولایت کې د یو لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ چارې بشپړې شوې

د فارياب ولايت چهلګزي ولسوالۍ د نوآباد په کلي کې د نجونو لومړني ښوونځي نوې ودانۍ جوړه او د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د پټۍ په پرې کولو سره ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د یاد ښوونځي د دغه نوې ودانۍ پرانیستنې په مراسمو کې د پوهنې رئیس، د ولایتي او سیمه ییزو ادارو مسئولینو، علماوو او د پوهنې په برخه کې د همکارو ادارو استازو ګډون درلود.
د فارياب ولايت پوهنې رئيس الحاج مولوي سيد حفيظ الله «معتصم بالله» او نورو ويناوالو د علم پر ارزښت، د پوهنې د ودې او د ځوانانو لپاره د سالم ښوونيزو چاپېريال پر رامنځته کولو خبرې وکړې.
د مسئولینو د معلوماتو له مخې، د ښوونځی دغه ودانۍ چې په یو جرېب ځمکه کې جوړه شوې ده، ۶ درسي ټولګي، یوه محافظوي خونه، ۱۸۰ متره احاطوي دېوال، له ۱۰۰ پایو څخه زیات مېزونه--څوکۍ او نور اړین ملحقات لري.
همدارنګه په یاده پروژه ټولټال ۱۸۶ زره ۵۲۰ ډالره لګښت راغلی، چې د یو مرستندویه بنسټ له لوري ورکړل شوی دی.