په لغمان ولایت کې د سویې د تثبیت آزموینه واخیستل شوه

د لغمان ولایت پوهنې ریاست د افغانستان.ا.ا. له یو شمېر هغو م.جاهدینو څخه د سویې د تثبیت په موخه آزموینه واخیستله، کوم چې د .ج.هادي بوختیاوو له امله د زده کړو له بهیره وروسته پاتې شوې وو.
د یاد ولايت د پوهنې رئيس مولوي شاه جهان ساجد وويل: په دغه آزموينه کې شاوخوا ٩٠٠ تنو نوماندانو ګډون کړى وو.
همدارنګه نوموړي د آزموينې په بهير کې د روڼتیا ډاډ ورکړ او ټينګار يې وکړ، چې په یاده آزموينه کې بريالي شوي نوماندان به د هېواد د رسمي ښوونځيو په يوولسم او دولسمو ټولګيو کې د خپلو زده کړو د دوام په موخه شامل شي.
د آزمونې ګډون وال د زده کړو له آسانتیاوو څخه خوښ دي او له نورو هیوادوالو یې غوښتنه وکړه، تر څو له شته فرصتونو څخه په استفادې خپلې زده کړې بشپړې کړي.