په ولایتونو کې د ښوونځیو جوړولو لپاره د ځمکې د ورکړې لړۍ دوام لري

د نیمروز ولایت چخانسور ولسوالۍ اړوند د آوار کلي یو تن معارف دوست اوسېدونکي الحاج محمد ولي، خپله لس جرېبه شخصي ځمکه په خپل کلي کې د ښوونځي د جوړولو لپاره وقف کړه.
په هغه غونډه کې چې د يادې ولسوالۍ قومي مخورو د پوهنې رياست له مسئولينو سره درلوده، له ياد رياست سره يې د لا زياتو همکاريو د ژمنې په ترڅ کې، د پوهنې له مشرتابه څخه وغوښتل، تر څو په ياده ځمکه کې يو ښوونځى جوړ او "د شهيد مولوي محمد عیسی لومړني ښوونځي" په نوم يې ونوموي.
له بلې خوا د نيمروز ولايت د پوهنې رياست مسئولينو چې د يادې ځمکې د سپارلو په مراسمو کې د ګډون په موخه چخانسور ولسوالۍ ته تللي وو، د يادې ځمکې له ورکړې څخه د مننې په ترڅ کې، د دغه لومړني ښوونځي د جوړېدو ژمنه وکړه.
د سیمې مشرانو هم د خپل ولایت د پوهنې ریاست د مشرتابه هڅې وستایلې او یو ځل بیا یې د پوهنې ریاست مشرتابه ته د خپل مادي او معنوي ملاتړ ډاډ ورکړ.