په کابل ښار کې د یوې لېسې ترميم چارې بشپړې شوې

د کابل ښار لسمې ناحیې اړوند د بي بي زینب کبرا عالي لېسې د ترمیم چارې بشپړې او د یو لړ مراسمو په ترڅ کې چې پکې پوهنې ریاست مشرتابه، د مرستندویه بنسټونو استازو، علماوو، ښوونکو او زده كوونكو ګډون درلود، ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د کابل ښار پوهنې رئیس قاري عبدالباسط حقاني، د يادې لېسې په بیارغونه کې له همکار بنسټ څخه د مننې ترڅنګ، د پوهنې پر ارزښت خبرې وکړې او د ښوونيزو بنسټونو جوړول یې د پوهنې په وده او پرمختګ کې اغېزمن وبلل.
په دې پروژه کې د ۱۶ درسي ټولګيو ترمیم، د مېز او څوکۍ ترمیم، د دفتري وسایلو برابرول، د لمریزې برېښنا سیستم او یو شمېر نورې آسانتیاوې شاملې دي، چې ۳۲ زره امریکایي ډالره لګښت پرې راغلى دى کوم چې د پوهنې يوه همکار بنسټ له لوري ورکړل شوى.