کابل ښار کې يوه ښوونځي ته نوې ودانۍ جوړيږي

پوهنې وزارت، کابل: د کابل ښار دويمې تعلیمي حوزې اړوند د پارسا لومړني ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره، د کابل ښار پوهنې رئيس ډاکټراحمد ضمیر گوارا، د تعليمي حوزې چارواکو، قومي مشرانو او انجينیرانو په ګډون سره کيښوول شوه.
یاد ښوونځى د ووسف جرمن موسسې په مالي مرسته په پاخه او اساسي ډول جوړېږي، چې ۱۲ ټولګي ، ۴ اداري خونې او نورې اړوندې آسانتیاوې به ولري، چې په جوړېدو سره به يې ۶۵۲ تنه زده کوونکو ته د زده کړو خوندي چاپېریال برابرشي.