د پوهنې وزارت د اسلامي زده‌کړو معینیت خبرتیا

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۵:۴۵
631256

(د دیني مدارسو د ۱۴۴۶ هـ ق کال د خامسه (ثانویه) او سابعه (مافوق الثانویه) دورو د مشروطینو طالب العلمانو بیاځلې ازموینې په اړه.)

لکه څنګه چې خبر یاست، څه موده مخکې د اسلامي زده کړو معینیت لخوا د دیني مدرسو د ثانويه او مافوق ثانويه مرحلو مشترکه ازموینه اخیستل شوې وه او پایلې یې اعلان شوې دي. په دغو پایلو کې یو شمېر طالبان په ځینو مضمونونو کې مشروط پاتې شوي دي.

اوس د اسلامي زده کړو معینیت لخوا د مشروطینو لپاره د بیاځلې ازموینې کمېټې جوړې شوې او د مکتوب له مخې د ازموینې نېټې ټولو ولایتي پوهنې ریاستونو ته لېږل شوې او خبر ورکړل شوی چې طالبان ازموینې ته حاضر شوي؛ خو لا هم زیات شمېر مشروطین طالب العلمان ازموینې ته نه دي حاضر شوي. له همدې امله، مشروطینو ته د وروستي ځل لپاره خبر ورکول کېږي، ترڅو د ۳/۴/۱۴۴۷ هـ ق مطابق د ۴/۷/۱۴۰۴ هـ ش نېټې پورې ازموینې ته حاضر شي. که څوک په دغه موده کې حاضر نه شي، بیا ازموینه ترې نه اخیستل کېږي.

د پوهنې وزارت

د نشراتو او عامه اړیکو ریاست

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۵:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت د اسلامي زده‌کړو معینیت خبرتیا

(د دیني مدارسو د ۱۴۴۶ هـ ق کال د خامسه (ثانویه) او سابعه (مافوق الثانویه) دورو د مشروطینو طالب العلمانو بیاځلې ازموینې په اړه.)

لکه څنګه چې خبر یاست، څه موده مخکې د اسلامي زده کړو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۵:۴۳
Background image

په غزني ولایت کې یوه دیني مدرسه پرانیستل شوه

د "مصباح العلوم" دیني مدرسه، چې د غزني ولایت قره باغ ولسوالۍ د فتح خان په کلي کې د ۲ جرېبه ځمکې په ساحه کې د ۱.۲ مېلیونه افغانیو په لګښت د سیمه ییزو خلکو او د پوهې مینه والو په مالي. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۵:۴۱
Background image

د پوهنې وزارت د دارالعلومونو رئیس په رسمي سفر هرات ولایت ته لاړ

د پوهنې وزارت د اسلامي زده‌کړو معینیت د دارالعلومونو رئیس محترم مولوي عبدالقدوس قدوسي او ورسره مل پلاوی، د هېواد په لویدیځو ولایتونو کې د مدرسینو مسلکي پراختیا غړو لپاره د وړتیا لوړولو. . .

BACK TO NEWS