د پوهنې وزیر ډاکتر بلخي او د کندهار والي حیات الله حیات ترمینځ په لیدنه کې د کندهار ولایت د ښوونې او روزنې وروستنۍ حالت وڅيړل شو

media-moe
یکشنبه ۱۳۹۸/۸/۱۹ - ۹:۳۹
Helmand

پوهنې وزارت- کابل: پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي د کندهار ولایت له والي حیات الله حیات سره په یاد ولایت کې د ښوونیزو خدمتونو ښه والي په موخه لیدنه او خبرې اترې وکړې.
دا لیدنه چې د پوهنې وزارت په کوربه توب تر سره شوه؛ دواړو لورو د کندهار ښوونې او روزنې حالت ، شته ستونزو په ځانګړي ډول په یاد ولایت کې د نويو اقداماتو نه وروسته د ښوونیزو خدمتونو حالت په اړه خبرې اترې وکړې.
ډاکتر بلخي په دې لیدنه کې د ښوونیزو خدمتونو ښه والي او پراختیا په موخه د پوهنې وزارت او د کندهار ولایتي چارواکو د همکاريو پياوړتیا غوښتونکۍ شو او ټولو ولایتونو ته د پوهنې پروګرامونو او وسایلو، ښوونیزو خدمتونو ته د یوشان لاسرسي لپاره د پوهنې وزارت مشرتابه له پاملرنې څخه یادونه وکړه او د کندهار ولایت ښوونې او روزنې پراختیا لپاره یې هڅې لکه نورو ولایتونو ته یوه اړتیا یاده کړه.
د کندهار والي حیات الله حیات همدارنګه په ولایتونو کې د پوهنې وزارت مشرتابه له ښو کړنو څخه د ستاینې ترڅنګ، د پوهنې وزارت سره د لازیاتو همکاریو ژمنه ورکړه.
د کندهار والي د ښوونې او روزنې ښه والي لپاره د سکتوري برخو ډیري همغږۍ او یووالي رامینځ ته کولو په موخه د ولایت په مقام کې د ښوونې او ورزنې په نامه د یوې ورځې د ځانګړې کولو څخه خبر ورکړ.
کندهار والي حیات الله حیات په غونډه کې د ياد ولایت شته شتونزې لکه د کندهار پوهنې ریاست کې د تشکیل، د ښوونکو او د درسي کتابونو ستونزې یې د پوهنې وزارت له مشرتابه سره شریکې کړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱۷
Background image

په لغمان ولایت کې د یوې مدرسې لپاره د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د لغمان ولایت فرشغان ولسوالۍ اړوند ماشکندي کلي په سعد بن ابي وقاص رضي الله عنه دیني مدرسه کې د نوې ودانۍ جوړولو چارې د ۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.
یاده وداني پر هغه ځمکه جوړېږي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱۰
Background image

په بامیان ولایت کې د ښوونکو لپاره د وړتيا لوړونې روزنیزه برنامه پیل شوه

د بامیان ولایت په پنجاب او یکاولنګ ولسوالیو کې د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنی روزنیز پروګرام د ۹۳ تنو ښوونکو لپاره په جلا او هم‌مهاله توګه پیل شو.
په ياد. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۴۰
Background image

د روان کال په لومړۍ ربع کې د بامیان ولایت له پوهنې سره نږدې ۴ میلیونه افغانۍ مرسته شوې

د بامیان ولایت د پوهنې ریاست راپورونو له مخې، د ۱۴۰۵ لمریز کال په لومړۍ ربع کې د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې له یو شمېر تعلیمي مرکزونو سره د ۳ میلیونه، ۷۵۲ زره او ۳۵۰ افغانیو په. . .

BACK TO NEWS