د ښوونکو د معاشونو د ډېرېدلو له امله د پوهنې وزارت هرکلى
له ماليې وزارت سره د ولسي جرگې د بودجې کمېسيون د هوکړې پر بنسټ؛ د 1400 کال د حمل مياشتې له پيله به د ښوونکو او ملکي خدمتونو د ټيټ رتبه خدماتي کارکوونکو په معاشونو کې 2000 افغانۍ ډېروالى راشي.
لکه څرنګه چې د ښوونکو د ژوند د وضعیت ښه کېدل د پوهنې وزارت په لومړيتوبونو کې دى، نو د افغانستان د اسلامي جمهوریت د محترم مشرتابه په ځانګړې توګه جلالتمآب ولسمشر او د ولس له استازو په مننې، د ښوونکو د مياشتنيو معاشونو د ډېرېدلو له امله هرکلى کوي.
