په لوګر کې ۶۷ ښوونکو د ظرفيت لوړونې روزنه تر لاسه کړه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۲۰ - ۱۰:۴۴
په لوګر کې ۶۷ ښوونکو د ظرفيت لوړونې روزنه تر لاسه کړه

د لوګر ولايت په برکي برک ولسوالۍ کې ۶۷ نارينه او ښځينه ښوونکي د وړتيا لوړونې له لنډ مهاله روزنيز ورکشاپ څخه فارغ شول.
 د ښوونکو د وړتيا لوړونې ياد څوارلس ورځنی ورکشاپ د پوهنې رياست په هڅو د (دوان) مٶسسې په مرسته جوړ شوی و.
 په روزل شويو ښوونکو کې ۴۸ نارينه او  ۱۹ ښځينه دي، چې ټول د چټکو زده کړو او سيمه ييزو ټولګيو نوي ګومارل شوي ښوونکي دي.
د يادې روزنې موخه ، د ښوونکو د وړتياوو او  دغه راز د چټکو زده کړو او په سيمه ييزو  ټولګيو کې د تدريس کيفيت لوړول دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱۷
Background image

په لغمان ولایت کې د یوې مدرسې لپاره د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د لغمان ولایت فرشغان ولسوالۍ اړوند ماشکندي کلي په سعد بن ابي وقاص رضي الله عنه دیني مدرسه کې د نوې ودانۍ جوړولو چارې د ۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.
یاده وداني پر هغه ځمکه جوړېږي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱۰
Background image

په بامیان ولایت کې د ښوونکو لپاره د وړتيا لوړونې روزنیزه برنامه پیل شوه

د بامیان ولایت په پنجاب او یکاولنګ ولسوالیو کې د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنی روزنیز پروګرام د ۹۳ تنو ښوونکو لپاره په جلا او هم‌مهاله توګه پیل شو.
په ياد. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۴۰
Background image

د روان کال په لومړۍ ربع کې د بامیان ولایت له پوهنې سره نږدې ۴ میلیونه افغانۍ مرسته شوې

د بامیان ولایت د پوهنې ریاست راپورونو له مخې، د ۱۴۰۵ لمریز کال په لومړۍ ربع کې د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې له یو شمېر تعلیمي مرکزونو سره د ۳ میلیونه، ۷۵۲ زره او ۳۵۰ افغانیو په. . .

BACK TO NEWS