له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه

media-moe
شنبه ۱۴۰۱/۸/۱۴ - ۱۰:۷
چند فعالیت مختصر معارف ولایات

کندز:
د امام صاحب ولسوالۍ د پوهنې آمریت په انګړ کې د دفتري توکو د ثبت، د شته توکو د ثبت، د ګدامونو ، د سپارلو دوره،  د آمرینو  لپاره د حاضرۍ احصایوي جوړښت او نورو اداري کارونو د ښه پېژندلو په موخه یو ورځنی سیمینار جوړ شو.
لغمان
د لغمان ولايت د پوهنې ريس مولوي شاه جهان ساجد د دې رياست له ادارو او دفترونو څخه ليدنه وکړه او له کارکوونکو يې وغوښتل، چې حاضري او اداري اصولو ته پابند واوسي او له مراجعينو سره ښه چلند وکړي.
هرات:
 د هرات ولایت په هېواد خصوصي موسسه کې یوه ښوونیزه، علمي او کلتوري نندارتون د دې ولايت د پوهنې ریس مولوي شهاب الدين ثاقب او نورو مسوولينو په شتون کې پرانيستل شو.
د دغه ولايت د پوهنې ريس له نندارتون څخه د ليدنې پر مهال وویل، چې دغه ډول نندارتونونه  د زده کوونکو د استعدادونو د ودې او پياوړتيا لپاره ارزښتناک او خورا مهم دي.
نورستان:
د نورستان ولایت د نورګرام ولسوالۍ د پوهنې آمر سیدخلیل حیدري له راغلي پلاوي سره یو ځای د کلتن د نارینه او ښځینه منځنیو ښوونځیو له اداري او تدریسي څانګو څخه څارنه وکړه او د دغو ښوونځیو له مسوولینو څخه یې وغوښتل چې د دې ښوونځيو د ښوونیز نظام د پیاوړتیا لپاره زیاتې هڅې وکړي.
فاریاب:
NRC موسسې په فاریاب ولایت کې  د ستاره نومې نجونو ښوونځي لپاره د پوهنې په برخه کې له لومړي ټولګي څخه تر شپږم ټولګي پورې څوارلس سوه اته سوه توګه درسي کتابونه چمتو کړي دي.
د دغه ولايت د پوهنې رياست مسوولينو د ښوونې او روزنې په برخه کې د يادې شوې ادارې له مرستو مننه وکړه او د دا ډول مرستو د دوام غوښتنه يې وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۵۲
Background image

د پوهنې محترم وزیر له لوري په بامیان ولایت کې ښوونیزه پروژه  پرانیستل شوه

د پوهنې محترم وزیرالحاج مولوي حبیب‌الله آغا، چې د رسمي سفر په ترڅ کې بامیان ولایت ته تللی، د پوهنې ملاتړه پروژه چې د یوه همکار بنسټ له لوري د ۶۶۶ زره او ۲۹۸ ډالرو په ارزښت تمویلېږي، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت له لوري د ګمارنې لارښود اعېزمن تطبیق په اړه پرلیکه ناسته ترسره شوه

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا، د سرچینو او ادارې معین محترم الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، یو شمېر مرکزي او ولایتي رئیسانو او کارپوهانو په حضور کې، د ګمارنې لارښود اعېزمن. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۴۲
Background image

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس تخار ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس محترم مفتي عبدالحلیم حلیمي، چې د یو کاري سفر په ترڅ کې تخار ولایت ته تللی، د یاد ولایت له  پوهنې رئیس محترم مولوي محمد اسماعیل ابو احمد سره وکتل او خبرې یې. . .

BACK TO NEWS