د هلمند ولایت پوهنې رئیس د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو له معين سره وکتل

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۹ - ۱۲:۳۶
gh

د هلمند ولايت  پوهنې رئيس الحاج مولوي محمد عوض انصاري د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو له معين مولوي کرامت الله آخندزاده سره وکتل او په ياد ولايت کې يې د اسلامي زده کړو بنسټونو پر ستونزو خبرې وکړې.
په ياده کتنه کې د هلمند پوهنې رئيس د ياد ولايت د رسمي او خصوصي مدارسو د فعاليتونو، لاسته راوړنو او د ياد رياست د نويو پلانونو، د نوي تشکيلاتي جوړښت د نهايي کېدو، د مدارسو د جوړولو او د کار د څرنګوالي په اړه معلومات وړاندې کړل.
د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معين د هلمند پوهنې ریاست فعالیتونه او لاسته راوړنې وستایلې او د لا ښه والي په موخه یې د دغه ریاست مشرتابه ته د یو لړ لارښوونو ترڅنګ د ستونزو په حل کې د همکارۍ ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۵
Background image

په لوګر کې د یوه ښوونځي احاطوي دېوال جوړ شو

د لوګر ولایت مرکز اړوند د شهدای پادخواب شانه لېسې احاطوي دېوال د ښوونیزې شورا د غړو په مالي ملاتړ، د ۱۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
یاد دېوال ۵۵ متره اوږدوالی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۲
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

پکتیکا
د پکتیکا ولایت مټاخان ولسوالۍ اړوند د خانو بابا مدرسې احاطوي دېوال د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ، د ۷۰ زره افغانیو په لګښت جوړ شو.

لوګر
د لوګر ولایت په مرکز کې د شهدای پادخواب. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۳۶
Background image

د زابل ولایت په یوه مدرسه کې د ۴ درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د نوبهار ولسوالۍ تورآغا مدرسې لپاره، د پوهنې آمریت په هڅو او د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ، پر یو جریب پېرل شوې ځمکه کې د ۴ نویو درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې.
د یادو. . .

BACK TO NEWS