له ولایتونو څخه د پوهنې څو لنډ خبرونه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۷/۴ - ۱۲:۴۹
123

پکتیکا

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست کې د پوهنې رئیس الحاج مولوي عبدالقیوم فاروقي په مشرۍ، د نوي تشکیل د نهايي کېدو په مناسبت غونډه جوړه شوه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس د غونډې له ګډون والو وغوښتل، چې په ټاکل شویو بستونو کې د کړنلارو او اصولو په نظر کې نیولو سره خپلې چارې په صادقانه توګه پرمخ یوسي.

هلمند

د هلمند ولایت پوهنې رئیس مولوي محمد عوض انصاري، د اکسفورډ ښوونیز مرکز د تدریسي او اداري چارو څخه څارنه وکړه او د ښوونیز وضعیت د لاښه والي په موخه یې، د یاد مرکز مسئولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

لغمان

د لغمان ولایت پوهنې رئیس مولوي شاه جهان ساجد، د یاد ولایت د دولت شاه ولسوالۍ اړوند د  دولت شاه دیني مدرسې له اداري او تدریسي چارو څخه لیدنه وکړه.
همدا راز نوموړي د یادې مدرسې د زده کوونکو ښوونیزه کچه وارزوله او مسئولینو ته یې د پوهنې کیفیت د لاښه والي په اړه لازمې لارښوونې وکړې.

بغلان

د بغلان ولايت پوهنې رئيس الحاج مولوي محمد نورعزيزي، د یاد ریاست له آمرینو او مدېرانو سره د ليدنې په ترڅ کې، د ستونزو د حل او د کاري بهير د لاښه والي په باب تفصیلي خبرې وکړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۵
Background image

په لوګر کې د یوه ښوونځي احاطوي دېوال جوړ شو

د لوګر ولایت مرکز اړوند د شهدای پادخواب شانه لېسې احاطوي دېوال د ښوونیزې شورا د غړو په مالي ملاتړ، د ۱۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
یاد دېوال ۵۵ متره اوږدوالی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۲
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

پکتیکا
د پکتیکا ولایت مټاخان ولسوالۍ اړوند د خانو بابا مدرسې احاطوي دېوال د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ، د ۷۰ زره افغانیو په لګښت جوړ شو.

لوګر
د لوګر ولایت په مرکز کې د شهدای پادخواب. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۳۶
Background image

د زابل ولایت په یوه مدرسه کې د ۴ درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د نوبهار ولسوالۍ تورآغا مدرسې لپاره، د پوهنې آمریت په هڅو او د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ، پر یو جریب پېرل شوې ځمکه کې د ۴ نویو درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې.
د یادو. . .

BACK TO NEWS