په پکتیا ولایت کې د یو دارالاېتام د بنسټ ډبره کېښودل شوه
د پکتيا ولايت په زرمت ولسوالۍ کې، د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور، د پوهنې ریاست د مشرتابه او رهبري پلاوي، د ترکیې د خیریه بنسټ (IDDEF) استازي، علماوو او مشرانو په ګډون، د یوه دارالاېتام د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د یاد ولايت پوهنې رياست د مسئولينو په وينا، د دغه دارالاېتام د جوړولو ټول مالي لګښت د ترکیې خيريه بنسټ له لوري ورکول کیږي.
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست، د پوهنې رئیس او یو شمېر ویناوالو د یاد بنسټ له مرستې څخه د مننې او قدردانۍ په ترڅ کې، له نورو خیریه بنسټونو څخه هم وغوښتل، ترڅو د پوهنیز نظام د لاښه والي په موخه خپلو مرستو ته دوام ورکړي.