له مرکز او ولایتونو د پوهنې لنډ خبرونه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۲ - ۱۲:۲۹
14

کابل ښار

د کابل ښار پوهنې ریاست له پاکستان څخه د راستنو شویو کډوالو زده کوونکو څخه په ښوونځیو کې د هغوی د شاملولو په موخه د سویې د تثبیت ډله ییزه آزموینه واخیسته.

د پوهنې رئيس قاري عبدالباسط حقاني له يادې آزموينې څخه ليدنه وکړه او د هېواد بچيانو لپاره يې د زده کړو آسانتیاوو پر برابرولو ټينګار وکړ.

هرات

د هرات ولایت مرکز، انجیل او ګذرې ولسوالیو د دیني مدارسو د اداري او تدریسي لارښود غونډه، د یاد ولایت پوهنې رئیس مولوي رحمت الله جابر تر څارنې لاندې جوړه شوې وه.

د یادې غونډې په ترڅ کې د ښوونې او روزنې د پرمختګ د څرنګوالي په ګډون په بېلابېلو موضوعاتو لکه: د دیني مدارسو اداري چارې، تدریسي چارې، د ښوونځیو په جوړولو او د ښوونکو په ګمارلو کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په تړاو تفصیلي خبرې وشوې.

هلمند

د هلمند ولايت پوهنې رئيس الحاج مولوي محمد عوض انصاري د ياد ریاست له آمرینو او مديرانو سره د ليدنې پر مهال له هغوی وغوښتل، تر څو د مراجعينو د کارونو د آسانه کولو په موخه دې په خپلو ورځنيو چارو کې صادقانه چلند وکړي.

کندوز

دکندوز ولایت پوهنې ریاست اوونیزه اداري غونډه، د یاد ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد اسماعیل ابو احمد په مشرۍ ترسره شوه.

په یاده غونډه کې د حاضرۍ پر پابندۍ د ټینګار تر څنګ، په ښوونځیو کې د قوانینو د پلي کولو او د درسونو د کیفیت په اړه خبرې وشوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۳
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

- میدان وردګ:
د میدان وردګ ولایت دایمیرداد (جلګې) ولسوالۍ اړوند د ضیاءالمدارس دیني مدرسې سره، د ځایي خلکو له خوا د ۲۷۶۸۰ افغانیو مرسته شوې ده.

- لغمان:
د لغمان ولایت دولت شاه ولسوالۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۱:۱۱
Background image

د پوهنې وزارت سرپرست لخوا، لغمان ولایت کې د ۱۱،۵ مېلیونه افغانیو په لګښت ۴ بابه ښوونیزې پروژې پرانیستل شوې

د پوهنې وزارات سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا لغمان ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، ۴ بابه ښوونیزې پروژې، چې د خلکو په همکارۍ د ۱۱،۵ مېلیونه افغانیو په لګښت سره جوړې شوې وې،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۱:۷
Background image

د کندهار ولایت له ښوونځیو سره د مېزونو، څوکیو او قرطاسیې مرسته وشوه

د پوهنې یوې ملاتړې ادارې د کندهار ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۱۳ بابه ښوونځیو ته ۵۶۰ پایې مېزونه، څوکۍ او ۲۹ قلمه ښوونیز توکي چمتو کړل.

د پوهنې مسئولینو په وینا، ټاکل شوې ده چې یاد. . .

BACK TO NEWS