د ولایتونو پوهنې لنډ خبرونه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۵ - ۱۰:۴۵
111

پنجشېر

د پنجشېر ولايت پوهنې رئيس مفتي حبيب الله نوري قتاده، د ياد ولايت مرکز او ولسواليو د پوهنې او څارنې له مسئولينو سره وکتل.

همدارنګه نوموړي په ښوونځيو او مدارسو کې د درسي کيفيت پر لوړولو ټينګار وکړ.

ننګرهار

په ننګرهار ولایت کې یو خیریه بنسټ د جلال آباد ښار پر یو شمېر یتیمانو او بې وزلو زده کوونکو نغدي او خوراکي توکي ووېشل.

د ننګرهار پوهنې ریاست د یاد خيريه بنسټ له همکارۍ مننه او قدرداني وکړه.

کندهار

د کندهار ولايت پوهنې رياست د يو لړ مراسمو په ترڅ کې، د ياد ولايت د مرکزي ښوونځيو په هغو ممتازو زده کوونکو، چې څه موده مخکې يې په ساينسي سياليو کې برخه اخيستې وه بېلابېلې جايزې ووېشلې.

دغه راز نوموړي زده كوونكي د ديني او عصري علومو زده کړې ته وهڅول.

دایکنډي

د دايکنډي ولايت پوهنې رياست غونډه، د ياد ولايت پوهنې رئيس قاري عنايت الله سهار په مشرۍ جوړه شوه.

په ياده غونډه کې په بېلابېلو موضوعاتو سربېره د مدارسو په تدريسي کيفيت خبرې وشوې او لازم تصمیمونه ونیول شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۳
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

- میدان وردګ:
د میدان وردګ ولایت دایمیرداد (جلګې) ولسوالۍ اړوند د ضیاءالمدارس دیني مدرسې سره، د ځایي خلکو له خوا د ۲۷۶۸۰ افغانیو مرسته شوې ده.

- لغمان:
د لغمان ولایت دولت شاه ولسوالۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۱:۱۱
Background image

د پوهنې وزارت سرپرست لخوا، لغمان ولایت کې د ۱۱،۵ مېلیونه افغانیو په لګښت ۴ بابه ښوونیزې پروژې پرانیستل شوې

د پوهنې وزارات سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا لغمان ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، ۴ بابه ښوونیزې پروژې، چې د خلکو په همکارۍ د ۱۱،۵ مېلیونه افغانیو په لګښت سره جوړې شوې وې،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۱:۷
Background image

د کندهار ولایت له ښوونځیو سره د مېزونو، څوکیو او قرطاسیې مرسته وشوه

د پوهنې یوې ملاتړې ادارې د کندهار ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۱۳ بابه ښوونځیو ته ۵۶۰ پایې مېزونه، څوکۍ او ۲۹ قلمه ښوونیز توکي چمتو کړل.

د پوهنې مسئولینو په وینا، ټاکل شوې ده چې یاد. . .

BACK TO NEWS