په بدخشان ولایت کې د ښوونځې یوې زده کوونکې د قرآن کریم یوه نسخه په خپل لاس لیکلې

د بدخشان ولايت مرکز اړوند د فيض آباد ښار «د نمبر دو نجونو ښوونځي» د پنځم ټولګي زده کوونکې بي بي عايشه د عبدالجليل لورچې د یو کال په موده کې یې د قرآن عظيم الشان يوه نسخه په خطاطي لیکلې، نن د پوهنې وزارت د ښوونې او رزونې معینیت له لوري وستایل شوه.
د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین الحاج مولوي سخاء الله «سعید» په هغه ناسته کې چې له یادې زده کوونکې او پلار سره یې په خپل دفتر کې درلوده، د بي بي عایشې دغه کړنه وستایله او ویې ویل: دا د اسلامي زده کړو په برخه کې د یادې ممتازې زده کوونکې د مور او پلار د هڅو پایله ده.
د غه راز نوموړي یادې زده کوونکې ته د علومو په برخه کې د لازیاتو هڅو او بریالیتوبونو هیله وکړه.
ورپسې د زده کوونکې پلار د خپلو اولادونو په ګډون د زده کوونکو د استعدادونو د هڅونې په برخه کې د پوهنې وزارت د مشرتابه له پاملرنې څخه مننه وکړه او د هېواد د روښانه راتلونکي لپاره یې د علومو زده کړه تر ټولو اړینه وبلله.
د غونډې په پای کې د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین له لوري یاده زده کوونکې په نغدي ډالۍ او ستاینلیک ووياړل شوه.