د ولایتونو د پوهنې خبرونو ته لنډه کتنه

ننګرهار
د ننګرهار ولایت کامې ولسوالۍ اړوند یو شمېر استادانو له خپلو شخصي شتمنیو څخه، د یاد ولایت د موسی شفیق عالي لېسې د ادارې لپاره د ۲۶ زره افغانیو په ارزښت یو شمېر تخنیکي او دفتري وسایل وپېرل.
همدارنګه:
د پوهنې دوستو يو شمېر هېوادوالو د ننګرهار ولايت بټي کوټ ولسوالۍ اړوند د کپتان بابا منځني ښوونځي د يو باب دروازې او دوو کړکيو د ترميم لګښت ورکړ، چې د ننګرهار پوهنې رياست له پوهنیز نظام سره د خلکو دا ډول همکاري يو ښه ګام وباله او د دوی له دغه نېک احساس څخه یې خوښي څرګنده کړه.
د یو بل خبر له مخې:
د ننګرهار ولایت پوهنې ریاست د یاد ولایت په ښوونځیو کې د نیالګیو کینولو کمپاین پیل کړ.
د ياد ولايت پوهنې رئيس مفتي حبيب حضرت حقاني د شنه چاپېریال د ارزښت او ګټو په اړه د خبرو پر مهال د پوهنې له رياست او د ننګرهار له اوسېدونکو وغوښتل، تر څو د خپل چاپېریال او ښوونځيو په انګړ کې نیالګي او زینتي بوټي وکري.
ارزګان
د اروزګان ولایت پوهني ریاست، د ولایت مقام او د مستوفیت په ګډون یوه پلاوي د ګیزاب ولسوالۍ د دوه بابه ښوونځیو د بیارغوني له چارو څخه لیدنه وکړه، کوم چې د پوهنې وزارت په بودیجه رغول کېږي.
یاد پلاوي د کارونو لاښه والي او پر لوړ کیفیت د چارو د ترسره کولو لپاره قراردادي شرکت ته لازمې سپارښتنې وکړې.