د ولایتونو پوهنې خبرونو ته لنډه کتنه

تخار
د تخار ولایت پوهنې ریاست، د یاد ولایت د مسؤلینو، علماوو او د اداري اصلاحاتو او نورو سیمه ییزو ادارو د استازو په حضور کې، له ۳ زره۲۰۰ کسانو څخه د ښوونکو رقابتي آزموینه واخیسته.
د پوهنې رئیس الحاج مولوي حزب الله مبشر د یادې آزموینې د کړنلاې په تړاو د معلوماتو ورکولو تر څنګ، د دغې رقابتي پروسې په روڼتیا ټینګار وکړ.
لغمان
د لغمان ولايت پوهنې رئيس مولوي شاه جهان ساجد، د یاد ریاست له مرکزي څانګو څخه ليدنه وکړه او له مسئولينو يې وغوښتل، تر څو له مراجعينو سره د اسلامي اخلاقو په چوکاټ کې ښه او نېک چلند وکړي.
سرپل
د سرپل ولایت پوهنې ریاست، د یاد ولایت د سانچارک ولسوالۍ د ښوونځیو او مدارسو له ۳۰۰ زده کوونکو څخه «د ام.ارت پېژندنې» آزموینه واخیستنه.
د دوى په وينا: د یادې آزموينې له ترسره كېدو څخه يې اساسي موخه، له .ا.ا. او په افغانستان كې د اسلامي نظام له دريځ سره د زده کوونکو آشنا كول دي.
بیا له همدې ریاست څخه:
د سرپل ولایت پوهنې ریاست د سانچارک ولسوالۍ د پوهنې د (۲۳۰) تنو منسوبینو لپاره « د عقیدتي مسائلو زده کړه او د تدریس طریقې » تر سرلیک لاندې شپږ ورځنی سیمینار پیل کړ.
د یادې ولسوالۍ د پوهنې آمر د سيمينار له ګډون والو وغوښتل، تر څو د دغه سيمينار له محتوا څخه اعظمي ګټه پورته کړي.
ننګرهار
د ننګرهار ولایت په پچیراګام ولسوالۍ کې د پوهنې یو تن مینه وال، د نازیانو په لومړني ښوونځي کې په خپلو شخصي پیسو د اوبو یو څاه وکینده، چې د مسئولینو له لوري یې تود هرکلی وشو.
همدارنګه:
د همدې ولسوالۍ د اګام پائين لېسې زده کوونکو او ښوونکو د خپلې لېسې انګړ ترميم او د زينتي نيالګيو په اېښودلو سره يې سينګار کړ.