د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د ا.ا.ا. له م.جاهدينو څخه د هغوی د سويې د تثبيت آزموینه واخیستل شوه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۶ - ۱۳:۲۵
ی

د پوهنې وزارت د پالیسۍ له مخې، د هېواد بچيانو لپاره د متوازنو ښوونیزو خدمتونو د وړاندې کولو په تړاو، د ياد وزارت د اسلامي زده کړو معينيت د يوې ځانګړې کړنلارې له مخې، په یو شمېر ولایتونو کې له هغو م.جاهدينواو ځوانانو څخه کوم چې د اشغال ګرو په وړاندې په ج.هادي فعاليتونو کې د مصرفيتونو له مخې د خپلو درسونو څخه پاتې وو، د هغوی د سويې د تثبيت آزموينه واخيستل شوه.

په ياده آزموينه کې له ميدان وردګ ولايت څخه ٦٠٠ تنو، له کندهار ولايت څخه ٢٥٠٠ تنو، له بلخ ولايت څخه ١٨٠٠ تنو، له فراه ولايت څخه ١٥٠٠ تنو او له غزني ولايت څخه ١٢١٠ تنو برخه اخيستې وه.

دغه آزموينه په جلا جلا توګه په اړوندو ولايتونو کې د مسئولو پلاويو له لوري په داسې حال کې واخيستل شوه، چې په کې د يادو ولايتونو د پوهنې د رئيسانو سربېره د مدارسو او دارالعلومونو يو شمېر علماء کرامو او استادانو هم حضور درلود.

د يادو ولايتونو د پوهنې رئيسانو او نورو ويناوالو د دغو آزموينو د څارنې پرمهال، په ټولنه کې د علم او پوهې پر اهميت خبرې وکړې او ځوانان يې ديني او عصري زده کړو ته وهڅول.

همدارنګه ګډون والو ته په آزموینه کې د بشپړې روڼتيا ډاډ ورکړل شو.

د يادونې وړ ده، چې د آزموينې د پايلو له ارزونې وروسته به نوماندان د خپلو زده کړو د دوام په موخه، د هغوی د سويې سره سم د ښوونځيو په بېلابېلو ټولګيو کې شامل شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۱۵:۴۱
Background image

رسنیز بلنلیک

په پام کې ده، چې د ۱۴۰۳ لمریز کال د کانکور آزموینې ممتاز زده کوونکي د پوهنې وزارت د مشرتابه مقام له لوري، د افغانستان.ا.ا. د عالي رتبه مېلمنو په حضور کې وستایل شي.

وخت: د ۲۲/۱/۱۴۴۶ هـ. . .

شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۱۲:۱۳
Background image

په بغلان ولایت کې د یو باب مدرسې بیارغونې چارې پیل شوې

د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا چې د هېواد یو شمېر شمالي ولایتونو ته په رسمي سفر تللی، له بلخ ولایت څخه تر راستنېدو وروسته په بغلان ولایت کې دمحمدیه مدرسې د ودانۍ. . .

شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۱۲:۷
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د کړنو «اوونیز راپور»

له شنبې ۱۴۴۶/۱/١٤هجري قمري تر پنجشنبې ۱۴۴۶/۱/١٩هجري قمري (د چنګاښ میاشتې له٣٠مې نېټې د زمري تر ٤مې ۱۴۰۳/ لمریز).

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست مسئولینو تېره اوونۍ د کابل ښار. . .

BACK TO NEWS