د ولایتونو پوهنې رئیسانو په ګډون د ۱۴۰۳ لمریز کال بودیجې په تړاو وېډیو کنفرانس ترسره شو

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۷ - ۱۴:۰
123

 د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا د ولایتونو له پوهنې رئیسانو سره د وېډیو کنفرانس له لارې په مرکز او ولایتونو کې د ۱۴۰۳ لمریز کال بودیجې د تطبیق پر وړاندې په پرمختګونو، ستونزو او ننګونو خبرې وکړې.
دغه وېډیو کنفرانس چې پکې د پوهنې وزارت معینانو، د ولایتونو پوهنې رئیسانو او یو شمېر کارپوهانو ګډون کړی و، د پوهنې وزارت سرپرست په مشرۍ ترسره شو.
په پیل کې د پوهنې رئیسانو په جلا جلا توګه د خپلو اړوندو څانګو د مالي وضعیت په اړه لنډ معلومات وړاندې کړل او ورپسې د پوهنې وزارت سرپرست هغوی ته په خطاب کې وویل: له خزانې سره داسې چلند وکړئ، لکه څنګه چې یې د یتیمانو له مالونو سره کوئ، بودیجه باید په مناسب ځای کې مصرف شي، زموږ مسئولیت دی، چې د مدارسو او ښوونځیو مالي ستونزې په دقت سره وڅېړو.
د پوهنې وزارت سرپرست له مسئولینو وغوښتل، چې د خپلو ادارو پر وړاندې شته ننګونې له مشرتابه سره شریکې کړئ، تر څو د حل لاره ورته ولټول شي.
په پای کې د وېډیو کنفرانس ګډون والو د پوهنې وزارت د رهبرۍ له هڅو ستاینه وکړه او د وزارت د مشرتابه د ټولو پلانونو، پروګرامونو او لارښوونو پلي کولو کې یې د همکارۍ ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۴۰
Background image

د روان کال په لومړۍ ربع کې د بامیان ولایت له پوهنې سره نږدې ۴ میلیونه افغانۍ مرسته شوې

د بامیان ولایت د پوهنې ریاست راپورونو له مخې، د ۱۴۰۵ لمریز کال په لومړۍ ربع کې د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې له یو شمېر تعلیمي مرکزونو سره د ۳ میلیونه، ۷۵۲ زره او ۳۵۰ افغانیو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۳۷
Background image

د زابل ولایت له ښوونځيو سره ۷۰۰ کڅوړې قرطاسیه مرسته وشوه

د یوه همکار بنسټ له لوري د زابل ولایت له پوهنې ریاست سره د ۴ میلیونه ۵۴ زره او ۴۰۰ افغانیو په ټولیز ارزښت ۷۰۰ کڅوړې قرطاسیه مرسته وشوه.
د پوهنې مسوولینو د همکارو بنسټونو له مادي ملاتړ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۳۳
Background image

پکتیکا ولایت کې د دیني مدارسو له طلابو سره د جامو مرسته وشوه

د پکتیکا ولایت د ۱۹بابه دیني مدارسو له ۱۵۰۰ تنو طلابو سره د یوې خیریه ادارې له لوري د جامو مرسته وشوه.
د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په وینا، د دغو مرستندویه کڅوړو ټولیز ارزښت شاوخوا ۴. . .

BACK TO NEWS