کاپیسا ولایت کې یو باب ښوونځي ته درسي توکي او حفظ الصحوي وسایل ووېشل شول

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۲ - ۱۱:۳۴
لب

د ښاري کلتور ودې او د سالم ښوونیز چاپېریال رامنځته کولو لپاره، د کاپیسا ولایت ښاروالۍ د یاد ولایت خال محمد شهید عالي لېسې ته حفظ الصحوي وسایل او درسي توکي ووېشل.
په یاد پروګرام کې ۱۴ قلمه حفظ الصحوي او درسي توکي چې ټولټال ۱۱ زره ۳۴۴ افغانۍ لګښت لري، لېسې ته ځانګړي او ووېشل شول.
په ورته مهال، د یاد ولایت د ښاروالۍ چارواکو ژمنه وکړه، چې په راتلونکي کې به د کاپیسا ولایت له نورو تعلیمي مرکزونو سره هم دا ډول همکاریو ته دوام ورکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۹ - ۱۵:۸
Background image

د ملک په کچه د ا.مارتي ښوونځیو د ریاضیاتو او ساینسي پروژو (المپیاډ) پای غونډه ترسره شوه 

د پوهنې وزارت د ساینس مرکز ریاست په نوښت، د ملک په کچه د ا.مارتي ښوونځیو د زده‌کوونکو د ریاضیاتو او ساینسي پروژو (المپیاډ) پای‌غونډې پرتمین مراسم، د پوهنې وزارت محترم مشرتابه، ښاغلو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۹ - ۱۵:۴
Background image

فاریاب ولایت کې د څه کم ۱۶ مېلیونه افغانيو په لګښت د یو باب ښوونځي نوې ودانۍ ورغول شوه 

د فاریاب ولایت المار ولسوالۍ اړوند د «ګپي میرشکار» لومړني ښوونځي نوې ودانۍ د ۱۵.۹۵ مېلیونه افغانيو په لګښت د یو همکار بنسټ په مالي ملاتړ جوړه او د پوهنې مسئولینو په حضور کې رسماً ګټې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۹ - ۱۰:۱۶
Background image

پکتیا ولایت کې د ۲ مېلیونه افغانیو په لګښت د یوې مدرسې جوړولو کارونه پیل شول

د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز ښار کې د ۲ مېلیونه افغانیو په لګښت پر یوې وقف شوې ځمکې باندې چې شاوخوا یو نیم مېلیون افغانۍ ارزښت لري، د مدینة القرآن دیني مدرسې نوې ودانۍ بنسټ ډبره د پوهنې. . .

BACK TO NEWS