په بادغیس ولایت کې د ښوونځیو شوراګانو غړو لپاره سیمینار جوړ شو
د بادغیس ولایت د ښار ښوونځیو د شوراګانو ۷۸ غړو لپاره د عامه پوهاوي دوه ورځنی سیمینار ترسره شو.
د دغه پروګرام له جوړېدو موخه د ښوونځیو شوراګانو د غړو پوهاوي کچې لوړول دي، څو په ښوونځیو کې د ښوونيز او روزنيز بهیر کیفیت ښه شي.
د یادونې وړ ده چې دا ورکشاپونه د بادغیس پوهنې ریاست له خوا او د یوه همکار بنسټ په همکارۍ ترسره شوي دي.
