په پکتیا کې د یوه ښوونځي لپاره مجهزه کمپیوټرخونه جوړه شوه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۲۸
5845415

د پکتیا ولایت د سیدکرم ولسوالۍ کوه‌سین لېسې زده‌کوونکو ته د کمپیوټري زده‌کړو پیاوړتیا او د عصري ښوونیزو اسانتیاوو برابرولو په موخه، د سیمه‌ییزو خلکو په همکارۍ د ۲۲۰ زره افغانیو په لګښت یوه مجهزه کمپیوټرخونه او د برېښنا سیسټم جوړ او د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د دغې کمپیوټرخونې د تجهیز لپاره ۱۲ کمپیوټرونه، ۱۵ کمرې، دوه لویې پردې، پنځه د ۵۸۰ واټه لمریزې تختې، اته مېزونه، ۱۳ درې‌کسیزې څوکۍ او نور اړین وسایل او تجهیزات برابر شوي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۴
Background image

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی رئیس بادغیس ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو د لوی رئیس محترم الحاج مولوي جنت‌ګل عزیز په مشرۍ پلاوي بادغیس ولایت ته رسمي سفر وکړ او هلته یې د پوهنې له رئیس محترم الحاج مولوي محب‌الله احسان او د پوهنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۱
Background image

په بغلان کې ۶۷۵ تنو ښوونکو، آمرینو، سرښوونکو او د ښوونیزو شوراګانو غړو ته د وړتیا لوړونې برنامې جوړې شوې

د ۱۴۰۵ ښوونیز کال له پیله تر دې دمه، د بغلان ولایت په کچه د مسلکي وړتیاوو لوړولو او د ښوونیز بهیر د کیفیت ښه والي په موخه بېلابېل روزنیز پروګرامونه او د مسلکي ودې ورکشاپونه جوړ شوي دي،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۵
Background image

په کندز کې یوه ښوونځي ته د ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت ځمکه وقف شوه

د کندز ولایت چهاردرې ولسوالۍ اړوند شهید مولوي نجم‌الدین لومړني ښوونځي ته د سیمې معارف دوسته خلکو له لوري د ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت یوه ټوټه ځمکه وقف او ورکړل شوه.
د کندز پوهنې رئیس. . .

BACK TO NEWS