جاپان هېواد د افغانستان له پوهنیز نظام سره د همکاریو د دوام ژمنه وکړه
![123](/sites/default/files/2023-10/whatsapp_image_2023-10-18_at_11.06.07_am_2.jpeg)
د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا، په افغانستان کې د جاپان له پخواني سفیر ښاغلي تاکاشی اوداکا او مل پلاوي سره وکتل.
په یاده کتنه کې د جاپان سفير د افغانستان او د یاد هېواد د دوستانه اړيکو تاريخ ته په اشارې سره وويل، چې جاپان د پخوا په شان د افغانستان د پوهنې وزارت له پلانونو او پروګرامونو څخه ملاتړ کوي.
نوموړي د ياد هېواد له لوري د ٢٥ ميليونه ډالرو په لګښت سره د شاوخوا ۱۶۵ ښوونځيو د جوړېدو يادونه وکړه او ویې ویل، چې هېواد يې چمتو دى، تر څو له پوهنې وزارت سره په همغږۍ په راتلونکي کې نور نوي ښوونځي هم جوړ کړي.
ورپسې د پوهنې وزارت سرپرست راغلو مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه او د پوهنې په برخه کې د مرستو په ګډون یې د افغانستان د بیارغونې په برخه کې د جاپان هېواد له مرستو مننه او قدرداني وکړه.
همدارنګه د پوهنې وزارت سرپرست زیاته کړه، د یاد وزارت مشرتابه چمتو ده، ترڅو د جاپان هېواد د پروژو د پلي کېدو په لاره کې لازمې آسانتیاوې برابرې کړي.