د افغانستان او ایران تر مینځ د زده کړو په برخه کې ګډی همکاري څیړل کیږی
پوهنې وزارت- کابل: د پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي او د ایران سفیر محمدرضا بهرامي په کابل کې له یو بل سره په لیدنه کې د زده کړو په برخه کي په ګډو همکاریو خبری وکړي.
دا لیدنه چي نن د زمري ۲ مه پوهنې وزارت کی تر سره شوه؛ دواړو لوریو له خوا د ښوونې او روزنې په برخه کي هر اړخیزې خبرې وشوې او د دواړو هېوادنو په ښوونځیو کې د زده کړو تجربې او لاسته راوړنې له یو بل سره شریکې کړي.
په دې لیدنه کې د نصاب پیژندنې تخصصي دورو پرانستل، په ایران کې د مهاجر زده کړیالانو جذبولو څرنګوالي، د افغانستان ښوونې او روزنې کیفیت ښه والي لپاره ګډ پلانونه د دوه اړخیزه همکاریو له مهمو ټکو څخه وو.
