د افغانستان لپاره د یونیسف اداري مشر د ننګرهار د ملنګ جان مینی د کلیوالي ښوونځي څخه لیدنه وکړه

media-moe
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۲۰ - ۱۵:۱۷
د افغانستان لپاره د یونیسف اداري مشر د ننګرهار د ملنګ جان مینی د کلیوالي ښوونځي څخه لیدنه وکړه

د پوهنې وزارت_ننګرهار: د افغانستان لپاره د UNICEF ادارې مشر ډاکټر ابوبکر د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ د ملنګ جان مېنې کلیوالي ښوونځي څخه لیدنه وکړه.
د یونیسف د ادرای مشر د ښوونځي څخه دلیدنې پرمهال چې په ختیځ زون کې د یونیسف ادارې مشر سیف الدین یې ملتیا کوله د پوهنې ریاست مالي او اداري مرستیال سید عیسی سادات له پوهنیز بهیر سره د یونیسف ادارې له هر اړخیزو مرستو مننه وکړه ویې ویل همدا د یونیسف ادارې مرستې دي چې په کلیوالو او لرې پرتو سیمو کې نجونو او هلکانو ته د زده کړو زمینه برابره شویده.
دپوهنې ریاست مرستیال دافغانستان لپاره د یونیسف ادارې له مشر نه له دې امله مننه وکړه چې پخپله یې سیمې ته سفر وکړ او ددوی ستونزې یې له نږدې ولیدې.
بیا د ملنګ جان مېنې د کلیوالي ښوونځي دشورا مشر محمد جان خبرې وکړې او دیونیسف د مرستو نه د مننې څرګندولو تر څنګ یې د ملنګ جان مېنې دښوونځي لپاره د ودانۍ، احاطې دیوال او څښاک اوبو د برابرولو او همدارنګه د ښوونکو دشمېر د ډیروالي غوښتنه وکړه.
دیونیسف مشر ډاکټر ابوبکر وویل: په روان کال کې به په دې او دې ته ورته نورو هغو کلیوالي ښونځیو کې چې د یونیسف ادارې په مرسته پکې پوهنیز بهیر روان دی پام وړ بدلونونه راشي. هغه وویل دوی هڅه کوي چې هلکانو او نجونو ته په مساوي ډول دزده کړو زمینه برابره کړي.
هغه د ښونځیو په پرمختګ کې د شورا ګانو رول خورا مهم وباله او د ملنګ جان مېنې کلیوالي ښوونځي له شورا نه یې ددوی د ملاتړ له امله ځانګړې مننه وکړه.هغه همدارنګه دپوهنې ریاست مشرتابه ته د مرستو د دوام ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۴۰
Background image

د روان کال په لومړۍ ربع کې د بامیان ولایت له پوهنې سره نږدې ۴ میلیونه افغانۍ مرسته شوې

د بامیان ولایت د پوهنې ریاست راپورونو له مخې، د ۱۴۰۵ لمریز کال په لومړۍ ربع کې د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې له یو شمېر تعلیمي مرکزونو سره د ۳ میلیونه، ۷۵۲ زره او ۳۵۰ افغانیو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۳۷
Background image

د زابل ولایت له ښوونځيو سره ۷۰۰ کڅوړې قرطاسیه مرسته وشوه

د یوه همکار بنسټ له لوري د زابل ولایت له پوهنې ریاست سره د ۴ میلیونه ۵۴ زره او ۴۰۰ افغانیو په ټولیز ارزښت ۷۰۰ کڅوړې قرطاسیه مرسته وشوه.
د پوهنې مسوولینو د همکارو بنسټونو له مادي ملاتړ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۳۳
Background image

پکتیکا ولایت کې د دیني مدارسو له طلابو سره د جامو مرسته وشوه

د پکتیکا ولایت د ۱۹بابه دیني مدارسو له ۱۵۰۰ تنو طلابو سره د یوې خیریه ادارې له لوري د جامو مرسته وشوه.
د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په وینا، د دغو مرستندویه کڅوړو ټولیز ارزښت شاوخوا ۴. . .

BACK TO NEWS