د تخنیکي او مسلکي زده کړو ښوونیزومرکزونو د وړتیا او نوښتون نندارتون پرانیستل شو

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۰/۷/۱۸ - ۱۲:۰
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ښوونیزومرکزونو د وړتیا او نوښتون نندارتون پرانیستل شو

په هغه غونډه کې چې له همدې امله د نوموړې ادارې په تالار کې جوړه شوې وه د دغه ادارې رییس ښاغلي مفتي فضل الرحمن فاضل د تخنیکي او مسلکي زده کړو پر اهمیت او اوږد مهاله او لنډ مهاله موخو باندې رڼا واچوله وویل: د تخنیکي او مسلکي زده کړو ملي پروګرام دا شونی کوي تر څو یادې زده کړې اود مهارتونو پراختیا له یو داسې سیستم څخه برخمنې شي چې له مالي پلوه د اداره کیدو وړ او د افغانستان له شرایطو سره برابر وي او همدارنګه اقتصادي او ټولنیز پروګرامونو او موخو ته د رسیدو په برخه کې مرسته وکړي او افغانان پرځان بسیا او ماهر وګرځوي ترڅو د ژوند سطحه یې لوړه شي.

نوموړي د دغه ادارې لیدلوري ته په اشارې سره وویل: هر افغان باید پر دیني او ملي روحیه سمبال او یو والي ته ژمن وي د فردي، ټولنیز او قانون منلو مسئولیت او دمادام العمر زده کولو کار رامنځته کولو او وړتیا پاللو روحیه ولري د ملت جوړونې، کاربازار او اقتصادي ودې په برخو کې لازمه وړتیا ولري او په نړیواله کچه دسیالۍ په فکر سمبال وي د ځان، کورنۍ هیواد او ټولنې پروړاندې خدمتګار او مسئول وي.

نوموړي د دغه ادارې اوږد مهاله موخو ته د اوریدونکو پام ور واړوه وویل: د تخنیکي او مسلکي زده کړو لپاره به داسې یو نظام را منځته شي چې له اقتصادي او ټولنیز پلوه ټینګ وي او همدارنګه دهیواد د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ په اړه فرصت رامینځ ته شي همدارنګه ښاغلي فاضل د لنډ مهاله موخو په اړه وویل: په تخنیکي او مسلکي زده کړو کې ټولنیز مشارکت او متوازن لاسرسي ته ډاډ، باکیفیته او د کار موندلو وړتیا، د ګټورو او اغیزمنو اجرااتو لپاره د تخنیکي مسلکي او حرفوي زده کړو ادارې د ظرفیت لوړول په پام کې لرو.

وروسته د پوهنې وزارت د تضمین کیفیت مرستیال ښاغلي عبدالخالق صادق غونډې ته په خپلو خبرو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ارزښت د اسلام د سپیڅلي دین له پلوه وارزوه زیاته یې کړه: هر هغه څوک چې د صنعت په برخه کې کار کوي اوبیا په تیره که په هغه برخه کې نوښت ولري د ستاینې او قدر وړ دي ښاغلي صادق د صنعت مخینه د حضرت داوود(ع) دور ته ربط ورکړل ژمنه یې وکړه چې پوهڼې وزارت به ستاسو سره خپلې هر راز مرستې جارې وساتي او هغه شمیر زده کوونکي یې چې له ځانه نوښت ښکاره کړی وو د ستاینې او تقدیر وړ وبلل.

ښاغلي صادق په ټولو خارجې موسساتو غږ وکړچې پوهنې له وزارت او په تیره بیا له یادې ادارې سره خپلې مرستې وکړي او د تخنیکي او مسلکي زده کړو له زده کوونکو څخه وغوښتل چې خپلې هڅې تر بل هر وخت نورې هم لا ګړندۍ کړي تر څو مو هیواد د ترقۍ او پرمختګ لوړ پوړو ته ورسیږي ښاغلي صادق د زده کوونکو مسئولیتونو تر بل هر وخت ډیر اړین وبلل او دوی یې خپلو مسئولیتونو ته متوجه کړل.

وروسته د پوهنې دمقام د دفتر رئیس ښاغلي عبدالحکیم همت هم غونډې ته د پوهنې وزارت د سرپرست وزیر شیخ الحدیث والتفسیرښاغلي نورالله منیر د مبارکۍ پیام د نوموړې ادارې نوښتګرو زده کوونکو او ښوونکو ته وړاندې کړ. ښاغلي همت وویل: د دغه ادارې شتون په نظام کې د ملا د تیر حیثیت لري او د دغه ادارې پرمختګ لپاره یې خپلې هر اړخیزې مرستې ژمنه وکړه ښاغلي همت وویل:دغه اداره خلکو ته ښه خدمات وړاندې کولای شي او د خپل توان په اندازه په خپلو ژمنو ته ژمن پاتې شي هر هغه خارجي مؤسسات چې له موږ سره کا کوي موږ دهغوی همکاري او راتګ ته ښه راغلاست وایو.

په پاي کې د پوهنې وزارت مشرتابه له جوړ شوي نندارتون څخه په داسې حال کې لیدنه وکړه چې د هر نوښتګر لخوا ورته دخپل نوښت په اړه لازم معلومات ورکول کیدل او هغه ۷۰ تنو ممتاز زده کوونکو چې له ځان یې نوښت ښودلی وو هر یوه ته ۳۰۰۰ افغانۍ د انعام په ډول ورکړل شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۲:۱۵
Background image

په کابل ښار پوهنی ریاست کې د بېرته راستانه شویو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د کابل ښار پوهنې ریاست د ۱۴۰۴ ښوونیز کال په ترڅ کې د بېرته راستانه شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینو په نولسم پړاو کې، له ۳۵۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۲:۱۱
Background image

د خوست ولایت پوهنې ریاست د تېرو ۳ میاشتو لاسته راوړنو لنډیز

۱. د یوې خیریه ادارې په ملاتړ د اسماعیل‌خېل مندوزي ولسوالۍ کې د ۵۵۰ زره افغانیو په لګښت ۸ درسي ټولګي جوړ شوي دي.

۲. د یوې همکارې ادارې په مالي ملاتړ ۳۹۰ تنو ښوونکو ته د «اغېزمن تدریس. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۱:۵۶
Background image

د سرپل ولایت پوهنې ریاست څه د پاسه ۳۰۰ کسانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیسته

د سرپل ولایت پوهنې ریاست، د هېواد بچیانو لپاره د تعلیمي اسانتیاوو برابرولو په موخه، له شاوخوا ۳۰۰ تنو م/جاهدینو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
د یاد ولایت پوهنې مسئولینو په. . .

BACK TO NEWS