د فاریاب ولایت ښوونځیو ته د ۹۰ میلیونه افغانیو په ارزښت درسي مرستندویه توکي ووېشل شول

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۱:۱۸
85465

د فاریاب ولایت د ښوونځیو زده‌کوونکو او ښوونکو ته د څه باندې ۹۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ټولټال ۱۵ زره او ۷۷۸ کڅوړې قرطاسیه او درسي مرستندویه توکي ووېشل شول.
د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په وینا، په دغو مرستو کې د ښوونکو لپاره ۵ زره او ۹۲ کڅوړې درسي مرستندویه توکي، د زده‌کوونکو لپاره ۱۰ زره او ۱۸۴ کڅوړې قرطاسیه، ښوونیز بکسونه او نور اړین توکي او همدارنګه د ښوونځیو لپاره ۵۰۲ اداري کڅوړې شاملې دي.
 یادې مرستې د پوهنې له یوې همکارې ادارې څخه د فاریاب ولایت پوهنې ریاست ته ورکړل شوې او په منظم ډول د دغه ولایت پر ښوونکو او زده‌کوونکو ووېشل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۵:۴۷
Background image

د کابل ښار یو شمېر تعلیمي حوزو د دعوت او ارشاد نوي آمرین معرفي شول

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له لوري، د کابل ښار اړوند اوومې، اتمې، لسمې او پنځلسمې تعلیمي حوزو د نویو آمرینو پېژندګلوۍ مراسم د پوهنې مسوولینو په حضور کې ترسره شول.
د پوهنې وزارت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۱:۱۸
Background image

د فاریاب ولایت ښوونځیو ته د ۹۰ میلیونه افغانیو په ارزښت درسي مرستندویه توکي ووېشل شول

د فاریاب ولایت د ښوونځیو زده‌کوونکو او ښوونکو ته د څه باندې ۹۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ټولټال ۱۵ زره او ۷۷۸ کڅوړې قرطاسیه او درسي مرستندویه توکي ووېشل شول.
د یاد ولایت پوهنې مسوولینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۱:۱۵
Background image

د کابل ښار په یوه ښوونځي کې کتابتون پرانیستل شو

د کابل ښار غازي عالي لېسې لپاره د پوهنې یوې همکارې ادارې په مالي ملاتړ، د ۸ زره امریکايي ډالرو په ارزښت یو مجهز کتابتون جوړ او د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د. . .

BACK TO NEWS