د دایکنډي ولایت په یوه ښوونځي کې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې
د دایکنډي ولایت د اشترلي ولسوالۍ په «دهنقل ساران» لېسه کې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پر هغه ۴ جریبه وقف شوې ځمکه پیل شوې، کوم چې د سیمې خلکو د ښوونځي لپاره ځانګړې کړې ده.
ټاکل شوې ده چې یاده ودانۍ د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت په معیاري او پاخه ډول جوړه شي.
دغه ودانۍ به ۱۲ درسي ټولګي، یوه اداري خونه او نور اړین ملحقات ولري، چې په بشپړېدو سره به د سیمې لسګونو زدهکوونکو ته مناسب او معیاري ښوونیز چاپېریال برابر کړي.
