د سرپل ولایت پوهنې ریاست کې د مدرسینو مسلکي پراختیا ۱۳ بستونو لپاره ازموینه واخیستل شوه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۱:۳۲
zx\xc

د سرپل ولایت پوهنې مسئولینو په حضور کې د ښوونکو مسلکي پراختیا ۱۳ بستونو لپاره ازموینه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې پروسه کې د ۹۵ ګډون‌والو څخه ۵۶ یې د شرایطو وړ وپېژندل شول او د ازموینې مرحلې ته ورسېدل. 
د پروګرام په پیل کې، د سرپل ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي محمد رحماني ګډون‌والو ته څرګنده کړه، چې یاده ازموینه د پوهنې وزارت د اصولو او کړنلارو سره سمه او په بشپړې روڼتیا سره پلې کېږي. 
 نوموړي نوماندانو ته وویل: (تاسو د دې هیواد بچیان یاست، نن ورځ، تاسو د خپل استعداد، وړتیا او هڅې سره علمي او مسلکي بستونو ته د پرمختګ لپاره یو ښه فرصت لرئ. هېڅوک ستاسو د پرمختګ مخه نه شي نیولای او په یاده پروسه کې هېڅ ډول تبعیض، منځګړیتوب یا مداخله د منلو وړ نه ده. معیار ستاسو وړتیا ده. ټول ګډونوال مساوي دي او هر څوک چې غوره پایله ترلاسه کړي، هغه به مطلوبې برخې ته لاره پیدا کړي.)

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۵:۲۳
Background image

د لوګر ولایت پوهنې ریاست له کړنو څو لنډ خبرونه

د لوګر ولایت محمداغې ولسوالۍ په ۱۷بابه ښوونځیو کې د شاوخوا ۸۰۰ تنو زده کوونکو ترمنځ د «اسلامي عقیدې» د کتاب له منځپانګې څخه علمي سیالۍ ترسره شوې، کوم چې د یوې همکارې فکري او فرهنګي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۹:۲
Background image

داوطلبۍ اعلان

د کابل ښار پوهنې ریاست د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د ۱۰,۰۰۰ لیټره پټرولو او ۶,۵۰۰ لیټره ډیزلو تیلو ته اړتیا لري.
هغه لوژستیکي، سوداګریز شرکتونه او د تېلو ټانک لرونکي چې د قرارداد ترلاسه کولو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۵:۵۵
Background image

د پوهنې له ډګره د نن ورځې خبرونو لنډيز

۱- پوهنې وزارت د مسلکي او وړ کادرونو د ګومارنې په موخه، د غوښتونکو د تحصیلي او کاري اسنادو له دقیقې ارزونې وروسته، د ښوونیز نصاب د ۲۲ تخنیکي او تخصصي بستونو لپاره له ۱۶۰ تنو داوطلبانو. . .

BACK TO NEWS