د میلاد النبی د مبارکې ورځې په مناسبت د پوهنی وزارت د سرپرست وزیر پیغام

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۷/۲۷ - ۸:۱۲
پیام وزارت معارف به مناسبت میلاد با سعادت نبی اکرم، حضرت محمد (ص)

خوشحاله یو چې د ۱۴۴۳هـ ق کال د ربیع الاول ۱۲مه چې د ۱۴۰۰ هـ ش کال د تلې میاشتې د ۲۷مې نیټې سره سمون  خوري، نړۍ ته د نجات ورکوونکي او د انسانیت ستر لارښود، حضرت محمد  د پیدائښت په مناسبت د پوهنې د لویې کورنۍ په استازیتوب خپلې نیکې هیلې او مبارکۍ ټولې اسلامي نړۍ، په ځانګړي توګه د افغانستان مسلمان ملت، ښوونکو او زده کوونکو ته وړاندې کوو.

د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد  انساني ټولنې ته تر هرڅه وړاندې د علم، پوهې او تربیت پیغام راوړی،  لومړنۍ الهي وحی د (اقرأ) په مبارکې کلمې پیل شوه، او همداراز رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايي: انما بعثت معلما(زه د ښوونکي په توګه رالېږل شوی یم) او بل ځای فرمايي: انما بعثت لاتمم مکارم الاخلاق( زه د دې له پاره رالېږل شوی یم چې ښه خویونه بشپړ کړم) نو ځکه وېلی شو چې اسلام تر هر چا وړاندې د علم او اخلاقي تربیت  په ارزښت ټینګار کوي.

له همدې امله د دې مبارکې ورځې په مناسبت یو ځل بیا له خپل  ګران ملت  څخه غواړو چې د خپلو اولادونو په لېږلو سره  د پوهنې بڼ ته ښکلا ور وبښي،او همداراز د ښوونې وزارت له ټولو کارکوونکو او بیا په تېره ښوونکو څخه هيله لرو چې د نوي نسل د بریاليتوب او ښېرازۍ په موخه د ښوونې او روزنې په لاره کې پوره هڅې وکړې، او د خپل هیواد او هیوادوالو لپاره د ارزښتناکو خدماتو سرچینه شي.

په پاي کې له درنو هیوادوالو غوښتنه کووراځئ دغه نیکمرغه ورځ د افغانستان د پرمختګ او زموږ په ګران هیواد کې د علم او پوهې د ودې لپاره په ذکرونو، او دعاګانو ولمانځو ترڅو په دې توګه مو د دغې مبارکې ورځې واقعي حق ادا کړی وي.

 

په درنښت

شیخ الحدیث والتفسیر نورالله منیر

د پوهنې وزارت سرپرست وزیر

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۳ - ۱۴:۵۲
Background image

له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونو لنډیز

لغمان

د لغمان ولایت پوهنې رئیس مولوي شاه جهان ساجد د یاد ریاست د انحینرۍ ټېم سره د سالاب، شهید عبدالوهاب او کنده راجايي ښوونځیو د بیارغونې چارې وڅارلې. 
د یادو ښوونځیو د پروژو لګښت. . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۳ - ۱۴:۳۴
Background image

د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت د ښوونیزو بنسټونو د ارزونې پروګرام پیل کړ

د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت د پرېکړې پر بنسټ، د هېواد په ۲۸ سړو ولایتونو کې د اسلامي زده کړو بنسټونو د ښوونیز وضعیت، د زده کوونکو د علمي کچې، اداري، تدریسي او تعلیمي. . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۳ - ۱۴:۵
Background image

له ولایتونو څخه د پوهنې څو لنډ خبرونه

فاریاب

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معینیت د څارنې او ارزونې ریاست پلاوي، د فاریاب ولایت پوهنې ریاست له مشرتابه سره وکتل.
د یاد پلاوي د سفر موخه، د دغه ولایت د پوهنې ریاست د مرکزي څانګو. . .

BACK TO NEWS