د هلمند له پوهنې ریاست سره د درسي توکو مرسته وشوه
د یوه همکار بنسټ لخوا د هلمند ولایت له پوهنې ریاست سره د ۱۲۷ زره۴۰ تنو زدهکوونکو لپاره ۶۳۵۲ کڅوړې قرطاسیه، د ښوونکو لپاره د ۳۱۵۱ کڅوړو درسي توکو او ۳۶۷ بستې اداري اسنادو پاڼو او فورمو مرسته وشوه.
د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په وینا، د هرې کڅوړې بیه شاوخوا ۳ تر ۵ زره افغانیو پورې اټکل شوې او ټاکل شوې چې یاد توکي د مرکز او ولسوالیو اړوندو ښوونځیو ته ووېشل شي.
