د پوهنې وزارت د ساینس مرکز ریاست پلاوي تخار ته سفر وکړ
د پوهنې وزارت د ساینس مرکز ریاست څارنيز پلاوي، د یاد مرکز د رئیس محترم عبدالوکیل الهام په مشرۍ، د تخار ولایت مرکز او ولسوالیو د یو شمېر ښوونیزو بنسټونو د ساینس لابراتوارونو، کمپیوټرخونو او کتابتونونو څخه لیدنه وکړه.
د دغو لیدنو پر مهال د عملي زدهکړو بهیر، د شته وسایلو د کارونې او ساتنې وضعیت او د ښوونځیو اړتیاوې وارزول شوې.
همدارنګه، پلاوي په ځینو ښوونځیو کې د عملي زدهکړو د محدودیت او له شته امکاناتو څخه د بشپړې ګټې اخیستنې په اړه اړوندو مسوولینو او ښوونکو ته لازمې لارښوونې وکړې.
پلاوي ټینګار وکړ چې د ساینس، ریاضیاتو او کمپیوټر درسونه دې په عملي بڼه تدریس او له شته ښوونیزو او تخنیکي امکاناتو څخه دې اغېزمنه ګټه واخیستل شي، څو د زدهکوونکو د عملي مهارتونو د پیاوړتیا بهیر لا نور هم پیاوړی شي.
