په غور کې د خدماتي اجیرانو لپاره د سواد زدهکړې ټولګی جوړ شو
د غور ولایت د پوهنې ریاست خدماتي اجیرانو د سواد کچې لوړولو او د لیک لوست وړتیاوو پیاوړتیا په موخه، د سواد زدهکړې یو ټولګی جوړ کړی دی.
په دغه ټولګي کې ګډونوالو ته د لوستلو، لیکلو او نورو بنسټیزو سواد مهارتونو په برخو کې اړینې زدهکړې ورکول کېږي، څو وکولای شي، د لیک لوست په برخه کې خپلې وړتیاوې پیاوړې او په ورځنیو چارو کې ترې ښه ګټه واخلي.
