د پوهنې وزارت د معیاري آزموینو او ښوونیزو پایلو ارزونې رئیس د ننګرهار او کونړ ولایتونو له ښوونځیو څخه ارزونه وکړه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۵ - ۱۱:۴۳
12

د پوهنې وزارت د معیاري آزموینو او ښوونیزو پایلو ارزونې رئیس مولوي شمس الرحمن «حماس»، ننګرهار او کونړ ولایتونو ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، د یادو ولایتونو له پوهنې رئیسانو، مسئولینو او د اصول صنفي ټولګیو ارزونې مؤظفو ټیمونو سره وکتل.

ورپسې نوموړي د کونړ ولایت کوز کونړ ولسوالۍ اړوند توکل بابا، سید احمد بابا، یاسین بابا لېسو او د ننګرهار ولایت د کامې او بهسود ولسوالیو د شیګړ او محمدي صاحب‌زاده لېسو ښوونیز او روزنیز وضعیت له نږدې څخه وڅاره.

د پوهنې وزارت د معیاري آزموینو او ښوونیزو پایلو ارزونې رئیس د یادو ښوونځیو د اصول صنفي ټولګیو د تعلیمي وضعیت ارزونې سربېره، اړونده مسئولین خپلو اساسي مسئولیتونو ته متوجې کړل او له هغوی یې وغوښتل چې د هېواد بچیان په بشپړه اسلامي او ملي روحیه وروزي، تر‌څو هغوی په راتلونکي کې د هېواد د هر اړخیز پرمختګ او ترقۍ لپاره د صادقانه خدمت کولو جوګه شي.

په ورته وخت کې د یادو ولایتونو پوهنې مسئولینو پلاوي ته د هرکلي ترڅنګ، خپلې ځینې ستونزې او وړاندیزونه وړاندې کړل، چې د پوهنې وزارت د معیاري آزموینو او ښوونیزو پایلو ارزونې رئیس له لوري ورسره د ښوونیزو پروګرامونو د پلي کولو او همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۰:۱۴
Background image

د کابل ولایت پوهنې ریاست د اداري کارکوونکو لپاره روزنیز سیمینار ترسره شو

په کابل ولایت کې د «پلان جوړونې او د اداري او کاري راپورونو  ترتیب» په موخه یو ورځنی روزنیز سیمینار د پوهنې ریاست اداري کارکوونکو لپاره ترسره شو.
یاد سیمینار د کابل ولایت پوهنې رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۰:۱۲
Background image

د کابل ولایت پغمان ولسوالۍ اړوندو ښوونځیو سپورټي سیالۍ پای ته ورسېدې

د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده‌کړو ریاست د بدني روزنې او سپورټ څانګې د پلان له مخې، څو ورځې وړاندې د پغمان ولسوالۍ د ۱۲ بابه ښوونځیو د زده‌کوونکو ترمنځ د واليبال خزاني سیالۍ پیل شوې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۰:۸
Background image

په دایکنډي ولایت کې د تعلیمي مرکزونو کارکوونکو لپاره مسلکي سیمینار جوړ شو

په دایکنډي ولایت کې د «ارزونې، پلان جوړونې او راپور لیکنې د کړنو لارښود» تر سرلیک لاندې یو ورځنی روزنیز سیمینار د مسلکي پراختیا ۵۸ تنو علمي غړو، د ښوونځیو او مدارسو د اجرائیه مدیرانو او. . .

BACK TO NEWS