د پوهنې وزارت د معیاري آزموینو او ښوونیزو پایلو ارزونې رئیس د ننګرهار او کونړ ولایتونو له ښوونځیو څخه ارزونه وکړه

media-moe
Thu, Feb 13 2025 11:43 AM
12

د پوهنې وزارت د معیاري آزموینو او ښوونیزو پایلو ارزونې رئیس مولوي شمس الرحمن «حماس»، ننګرهار او کونړ ولایتونو ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، د یادو ولایتونو له پوهنې رئیسانو، مسئولینو او د اصول صنفي ټولګیو ارزونې مؤظفو ټیمونو سره وکتل.

ورپسې نوموړي د کونړ ولایت کوز کونړ ولسوالۍ اړوند توکل بابا، سید احمد بابا، یاسین بابا لېسو او د ننګرهار ولایت د کامې او بهسود ولسوالیو د شیګړ او محمدي صاحب‌زاده لېسو ښوونیز او روزنیز وضعیت له نږدې څخه وڅاره.

د پوهنې وزارت د معیاري آزموینو او ښوونیزو پایلو ارزونې رئیس د یادو ښوونځیو د اصول صنفي ټولګیو د تعلیمي وضعیت ارزونې سربېره، اړونده مسئولین خپلو اساسي مسئولیتونو ته متوجې کړل او له هغوی یې وغوښتل چې د هېواد بچیان په بشپړه اسلامي او ملي روحیه وروزي، تر‌څو هغوی په راتلونکي کې د هېواد د هر اړخیز پرمختګ او ترقۍ لپاره د صادقانه خدمت کولو جوګه شي.

په ورته وخت کې د یادو ولایتونو پوهنې مسئولینو پلاوي ته د هرکلي ترڅنګ، خپلې ځینې ستونزې او وړاندیزونه وړاندې کړل، چې د پوهنې وزارت د معیاري آزموینو او ښوونیزو پایلو ارزونې رئیس له لوري ورسره د ښوونیزو پروګرامونو د پلي کولو او همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS