د پوهنې وزارت د نتایجو او شهادتنامو ریاست له لوري د فراغت تصدیق پاڼې برېښنایي شوې

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۷ - ۱۶:۱۹
د پوهنې وزارت د نتایجو او شهادتنامو ریاست له لوري د فراغت تصدیق پاڼې برېښنایي شوې

د پوهنې وزارت د نتایجو او شهادتنامو ریاست په نوښت او د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست په مرسته د خدمتونو د چټکتیا په موخه د فراغت تصدیق پاڼې برېښنایي شوې.
په همدې مناسبت د پوهنې وزارت د نتایجو او شهادتنامو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاستونو د کارکوونکو په ګډون غونډه جوړه شوه.
په پیل کې د پوهنې وزارت د نتایجو او شهادتنامو رئیس مولوي صبغت الله وصیل د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د مسئولینو له هڅو څخه د مننې ترڅنګ د پوهنې وزارت په کچه د تصدیق پاڼو برېښتایي کېدل یې یو نیک اقدام وباله.
نوموړي ټینګار وکړ؛ چې له دې وړاندې د تصدیق پاڼو د اخیستلو په جریان کې ډېرې ستونزې وې، غوښتونکي له ډېرو ننګونو سره مخامخ کېدل، جعل کاري به کېدله.
له نېکه مرغه، د دې سیسټم په جوړېدو سره به د هر ډول سرغړونو مخه ونیول شي، روڼتیا به رامنځ ته شي او د غوښتونکو ګڼه ګوڼه به راکمه شي.
یاده غونډه د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۵:۲۹
Background image

د داوطلبۍ اعلان

پوهنې وزارت په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، تر څو د یاد وزارت د خدماتو ریاست اړوند د ولسوالیو پوهنې آمرینو لپاره د ۲۳۰ عرادې موټرسایکلونو چمتو کولو او پېرودلو په پروسه کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۵:۲۹
Background image

د کابل ښار اړوندو ښوونځیو د زده‌کوونکو سپورټي لوبډلو فوټسال سیالۍ د اماني لیسې په سپورټي جمنازیوم کې پیل شوې

د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو ریاست د بدني روزنې آمریت له پلان سره سم، د کابل ښار د ۲۸ بابه ښوونځیو د زده‌کوونکو سپورټي لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د اماني لېسې په سپورټي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۵:۲۹
Background image

د پوهنې وزارت د څېړنو نوی رئیس معرفي شو

د پوهنې وزارت د څېړنو نوی رئیس محترم الحاج مولوي عبدالحق حقاني د پوهنې وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس محترم شیخ محمد طاووس طارق له خوا د یاد وزارت د مرکزي څانګو یو شمېر رئیسانو او. . .

BACK TO NEWS