د پوهنې وزارت د ښوونکو د مسلکي پراختیا ریاست اړوند اسلامي څانګې مسوول غزني ولایت ته سفر وکړ

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۰:۲۰
56161

د پوهنې وزارت د ښوونکو د مسلکي پراختیا ریاست د اسلامي څانګې مسوول محترم مولوي محمد عاقل روحاني، د صنفي اصولو د زده‌کوونکو ارزونې په موخه غزني ولایت ته سفر وکړ.
نوموړي ياد ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې له پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي میر نصیر احمد حسيني سره وکتل.
په دې لیدنه کې د غزني ولایت مرکز  سربېره په قره‌باغ، ده‌یک او اندړو ولسوالیو کې د صنفي اصولو د زده‌کوونکو د چټکې ارزونې د موخو او تطبیقي پلان په اړه خبرې او د نظرونو تبادله وشوه.
د دغې ارزونې اساسي موخه د صنفي اصولو د زده‌کوونکو د اوسني ښوونیز وضعیت معلومول، د هغوی د زده‌کړې کچې ارزول او د تدریسي بهیر د کیفیت په اړه د کره معلوماتو راټولول دي، څو د ترلاسه شویو پایلو پر بنسټ د ښوونیزو چارو لا ښه والي لپاره لازم اقدامات ترسره شي.
ټاکل شوې ده، چې یاده ارزونه د شپږو کاري ورځو په ترڅ کې د شپږو ځانګړو کاري ټیمونو له لوري ترسره شي، چې څلور ټیمونه به د هلکانو او دوه نور ټیمونه به د نجونو د صنفي اصولو زده‌کوونکو ارزونه ترسره کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۰:۳۳
Background image

په بادغیس کې ښوونکو او زده‌کوونکو ته ښوونیزې کڅوړې ووېشل شوې

د بادغیس ولایت په مرکز کې د ۳۴ ښوونځیو ښوونکو او زده‌کوونکو ته د ښوونیز بهیر د پیاوړتیا او د زده‌کړې او تدریس لپاره د لا ښو اسانتیاوو برابرولو په موخه، د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۰:۲۳
Background image

د هلمند ولایت د ۱۵ ښوونځیو د زده‌کوونکو ترمنځ د فوټبال سیالۍ ترسره شوې

د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۵ ښوونځیو د زده‌کوونکو ترمنځ د فوټبال سیالیو وروستۍ لوبه، د یاد ولایت د پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي محمد عوض انصاري په حضور کې ترسره شوه.
یادې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۰:۲۰
Background image

د پوهنې وزارت د ښوونکو د مسلکي پراختیا ریاست اړوند اسلامي څانګې مسوول غزني ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د ښوونکو د مسلکي پراختیا ریاست د اسلامي څانګې مسوول محترم مولوي محمد عاقل روحاني، د صنفي اصولو د زده‌کوونکو ارزونې په موخه غزني ولایت ته سفر وکړ.
نوموړي ياد ولایت ته د خپل. . .

BACK TO NEWS