د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین یو شمېر ولایتونو ته رسمي سفر وکړ

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۱:۲۱
1

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې د معین محترم شیخ عبدالمالک حقاني په مشرۍ پلاوي د تعلیمي وضعیت ارزونې او د ۱۴۰۵ لمریز کال د منظور شوي عملیاتي پلان د تطبیق د څرنګوالي څېړنې په موخه، کندهار، ارزګان، هرات، فراه او نیمروز ولایتونو ته سفر وکړ.
پلاوی د خپل سفر په پیل کې کندهار ولایت ته لاړ او هلته یې د یاد ولایت د پوهنې رئیس محترم شیخ مولوي حمیدالله داوود او اړوندو مسوولینو سره د کاري بهیر لاښه والي په موخه غونډه وکړه.
په پیل کې د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین د علم او پوهې پر ارزښت خبرې وکړې او د یاد ولایت له پوهنې مسوولینو یې وغوښتل، چې د پلاوي د سفر د پروګرامونو د تطبیق او د فعالیتونو د ارزونې په برخه کې لازمه همکاري وکړي.
نوموړي ولایتونو ته د سفر موخې د عملیاتي پلانونو د تطبیق څرنګوالی، د تعلیمي برخو د علمي غړو او د ښوونکو د مسلکي پراختیا فعالیتونو څارنه او ارزونه، د رشتو له مخې د ډلبندي شویو ښوونځیو ارزونه او د خصوصي زده‌کړو د برخې د فعالیتونو څارنه وبلله.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۲:۱۷
Background image

د غزني ولایت په یوه ښوونځي کې نوي ټولګي جوړ او ترمیم شول

د غزني ولایت ګیلان ولسوالۍ اړوند رسني لېسې د ۱۶ درسي ټولګیو د ترمیم، شپږو نویو درسي ټولګیو جوړولو او څلور جریبه ځمکې پېرلو چارې د ځایي اوسېدونکو په مالي همکارۍ د ۱.۴ میلیون افغانیو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۱:۵۰
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره د څو خبرونو لنډیز

خوست
د خوست ولایت په مرکز کې د نصرت‌مېنې لېسه د ځایي اوسېدونکو په ۵۵ زره افغانیو مالي ملاتړ ترمیم او تجهیز شوه.

ننګرهار
 د ننګرهار ولایت کوټ ولسوالۍ اړوند شهید نورمحمد خان لومړني. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ولایت کې د دوو ښوونځیو له ازمېښتنونو څخه حمایوي څارنه وشوه

د پوهنې وزارت د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ مرکز ریاست یوه پلاوي د ازمېښتنونو وضعیت ارزونې او له شته امکاناتو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې په موخه، د کابل ولایت بګرامۍ ولسوالۍ اړوند بګرامي. . .

BACK TO NEWS