د پکتیا ولایت پوهنې لپاره شاوخوا ۱۰ جریبه ځمکه د۳ میلیونه افغانیو څخه په زیات ارزښت وقف شوه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۱:۳۳
jkhl

د پکتیا ولایت په زرمت او سیدکرم ولسوالیو کې د ۳ بابه ښوونځیو لپاره ۹.۵ جریبه ځمکه، چې ارزښت یې ۳ میلیونه ۲۲۹ زره او ۳۸۸ افغانۍ ښودل شوی، وقف شوې ده.
د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په وینا، دغه ځمکې د سیمې د خلکو او د ښوونځیو د تعلیمي شوراګانو لخوا وقف شوې دي، چې پکې ۱.۵ جریبه ځمکه د زرمت ولسوالۍ د کوټي‌خېلو لېسې لپاره، ۲ جریبه ځمکه د کلال‌ګو لېسې لپاره او ۶ جریبه ځمکه د سیدکرم ولسوالۍ د خانان لومړني ښوونځي لپاره شامله ده.
د پکتیا پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي عبدالقیوم فاروقي، د علم‌پالو خلکو له همکارۍ مننه کړې او له نورو هېوادوالو یې هم غوښتي چې له ښوونځیو او دیني ښوونیزو مرکزونو سره خپلې مرستې جاري وساتي.
نوموړي زیاته کړه چې د پوهنې وزارت هڅه کوي د موجوده امکاناتو په کارولو سره د یادو ښوونیزو ادارو لپاره د نویو ودانیو جوړولو زمینه هم برابره کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۲:۲۱
Background image

د کابل ښار  اړوند عبدالرحمن پژواک عالي لېسې په انګړ کې د زمري ۲۴مه (د فتحې ورځ) ونمانځل شوه

د کابل ښار پوهنې ریاست آتمې ښوونیزې ناحیې اړوند د عبدالرحمن پژواک عالي لېسې په انګړ کې د زمري ۲۴مه؛ (د اسلامي امارت د مېړنیو م/جاهدینو په لاس د افغانستان د فتحې ورځ) د يو لړ شانداره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۰:۵۴
Background image

پکتیکا ولایت کې د ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د ۹ بابه ښوونیزو مرکزونو د ترمیم قرارداد لاسلیک شو

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست، د ۹ بابه ښوونیزو مرکزونو د ترمیم او اساسي بیارغونې قرارداد له یوه خصوصي ساختماني شرکت سره لاسلیک کړ.
د یادې پروژې ټولیز لګښت ۴ میلیونه افغانۍ دی، چې له مخې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۰:۵۰
Background image

د پوهنې وزارت د مرکزي هستې کارکوونکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ځانګړی حکم واورول شو

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له لوري، د مرکزي هستې ټولو کارکوونکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ځانګړی حکم د یوې غونډې په ترڅ کې واورول شو.
 د دعوت او ارشاد ریاست. . .

BACK TO NEWS