غزني ولایت کې د ښوونځیو د شورا غړو ته سیمینار جوړ شو

د پوهنې وزارت، غزني: د غزني ولایت د پوهنې ریاست اړوند د ښوونځیو شورا غړو لپاره د "ښوونځي مرسته" تر عنوان لاندې درې ورځنی سیمینار د پوهنې ریاست د غونډو تالار کې جوړ شو.
د غونډي په پیل کې، د غزني ولایت د پوهنې ریاست تدریسي مرستیالې او سرپرستې رعنا نجمي خبرې وکړې او د دې سیمینار پیل يې مثبت ګام وباله.
آغلې نجمي وویل، د غزني د پوهنې ریاست د ښوونځیو د پرمختګ لپاره د هر ډول هڅو هرکلی کوي او د پوهنې ریاست غړي یې د ټولو برنامو پلي کولو توان لري، څو پوهنې ته وده ورکړي.
ورپسې د غزني د پوهنې ریاست د شورا مدیر، ګډونوالو ته د مرستې ياده برنامه معرفي کړه او زياته يې کړه: د مرستو دا برنامه به د غزني ولايت په ۱۹ ښوونځيو کې په متوازن ډول پلې کيږي.
د ښونځیو د مرستې پروګرام د نړیوال بانک له بودیجې څخه د ۵۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت جوړ شوى، چې د ښوونځي د اکمالاتو پیرودنه، د نجونو د حفظ الصحې توکو پیرودنه، د ښځینه ښوونکو د ترانسپورت لګښت، زده کوونکو ته د تعلیمي کورسونو جوړول، د ښوونځیو ساتنه او د ښوونځيو د فرعي کمیټې د غړو کرایه او سفریه به تمویل شي.
د یادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د ښوونځیو د مرستې پروګرام له ۲۰۱۹ کال راهیسې پیل شوی او ټاکل شوې چې تر (۲۰۲۳ ) کال پورې د افغانستان په ۱۷ ولایتونو کې په ۱۲۰۰ ښوونځیو باندې پلى شي.