غزني ولایت کې کانکور آزموینه واخیستل شوه

media-moe
شنبه ۱۴۰۰/۳/۱ - ۱۵:۲۵
غزني ولایت کې کانکور آزموینه واخیستل شوه

پوهنې وزارت، غزني : غزني ولایت کې سږنۍ کانکور آزموینه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د مرستیال والي محمد امین مبلغ، د پوهنې ریاست مشر تابه، د غزني پوهنتون رئيس او د ولایتي شورا یو شمیر وکیلانو په شتون کې پیل شوه.

د غزني ولایت مرستیال والي وويل: لوړې زده کړې کول د هر وکړي حق دى او د غزني ولايت سیمه ییزه اداره به اړوندو څانګو سره په همغږۍ کې هڅه وکړي، چې د دولسم ټولګيو فارغانو ته د زده کړو لا ښه فرصتونه چمتو کړي.

همدارنګه د غزني د پوهنې ریاست مالي او اداري مرستیال محمد نبي ذکي د کانکور ګډونوالو سره په جلا جلا غونډو کې د دوی ستونزې وپوښتلې او زیاته یې کړه، د کومې ستونزې په صورت کې به د پوهنې ریاست استازي د دوی ستونزو ته ځواب ووايي.

ټاکل شوې ده، چې په دې آزموینه کې به (۸۷۴۷) زده کوونکي ګډون وکړي چې څه يې د ۱۳۹۹ لمریز کال فارغان دي او يو شمير نور يې د تيرو کلونو دي.

ياده آزموينه به په دریو ورځو کې واخیستل شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۵:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت د اسلامي زده‌کړو معینیت خبرتیا

(د دیني مدارسو د ۱۴۴۶ هـ ق کال د خامسه (ثانویه) او سابعه (مافوق الثانویه) دورو د مشروطینو طالب العلمانو بیاځلې ازموینې په اړه.)

لکه څنګه چې خبر یاست، څه موده مخکې د اسلامي زده کړو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۵:۴۳
Background image

په غزني ولایت کې یوه دیني مدرسه پرانیستل شوه

د "مصباح العلوم" دیني مدرسه، چې د غزني ولایت قره باغ ولسوالۍ د فتح خان په کلي کې د ۲ جرېبه ځمکې په ساحه کې د ۱.۲ مېلیونه افغانیو په لګښت د سیمه ییزو خلکو او د پوهې مینه والو په مالي. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۵:۴۱
Background image

د پوهنې وزارت د دارالعلومونو رئیس په رسمي سفر هرات ولایت ته لاړ

د پوهنې وزارت د اسلامي زده‌کړو معینیت د دارالعلومونو رئیس محترم مولوي عبدالقدوس قدوسي او ورسره مل پلاوی، د هېواد په لویدیځو ولایتونو کې د مدرسینو مسلکي پراختیا غړو لپاره د وړتیا لوړولو. . .

BACK TO NEWS