له مرکز او لایاتو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۵ - ۱۳:۱۷
له مرکز او لایاتو څخه د پوهنې لنډ خبرونه.

د کابل ښار د پوهنې ریاست :
د کابل ښار د پوهنې رئیس مولوي احسان الله خطاب د ۱۴۰۲ کال د تشکیلاتي طرحې د جوړولو او د بودیجې د ترتیبولو په موخه له اړوندو آمرینو سره غونډه وکړه.
نوموړي د متخصصینو د کاري ګروپونو په جوړولو سره هغوی ته لارښوونه وکړه چې د لومړیتوبونو او اړتیاوو په پام کې نیولو سره د دې ادارې تشکیلاتي پلان چمتو کړي، ترڅو د نورو اقداماتو لپاره وزارت ته وسپارل شي.
نورستان:
د نورستان ولایت د سواد زده کړې آمر ګلبدین موحد د یوې غونډې په ترڅ کې له خپلو کارکوونکو څخه وغوښتل، چې د هېوادوالو د سواد د عامولو او ژورتیا په برخه کې له هیڅ ډول هڅو لاس وانخلي.
پکتیکا:
د پکتیکا ولایت په ګیان ولسوالۍ کې د یونیسف د سیمه ییز دفتر مسوولینو تر خپل کنترول لاندې د سیمه ییزو او چټکو زده کړو د ټولګیو د ښوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې ۱۲ ورځنی سیمینار جوړ کړ.
کندهار:
د کندهار ولايت د شاولي کوټ ولسوالۍ د پوهنې آمر حاجي محمود د دې ولسوالۍ د خان لېسې له اداري او تدريسي چارو څخه ليدنه وکړه او د يادې لېسې د ادارې د ښو کارونو له امله له هغوی څخه مننه وکړه.
ننګرهار:
د ننګرهار ولايت یو تن خیرخواه شخصیت نورخان د دغه ولايت د مومندرې ولسوالۍ د غورک د لومړني ښوونځي د زده کوونکو لپاره سپينې تختې، کتابونه، کتابچې او نور درسي توکي چمتو کړي دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۱۲:۱۳
Background image

په بغلان ولایت کې د یو باب مدرسې بیارغونې چارې پیل شوې

د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا چې د هېواد یو شمېر شمالي ولایتونو ته په رسمي سفر تللی، له بلخ ولایت څخه تر راستنېدو وروسته په بغلان ولایت کې دمحمدیه مدرسې د ودانۍ. . .

شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۱۲:۷
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د کړنو «اوونیز راپور»

له شنبې ۱۴۴۶/۱/١٤هجري قمري تر پنجشنبې ۱۴۴۶/۱/١٩هجري قمري (د چنګاښ میاشتې له٣٠مې نېټې د زمري تر ٤مې ۱۴۰۳/ لمریز).

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست مسئولینو تېره اوونۍ د کابل ښار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۴ - ۱۲:۳
Background image

په لوګر ولایت کې د یو باب لېسې د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د لوګر ولايت پوهنې رئيس الحاج مولوي عبدالرحمن حميدي په داسې حال کې، چې د یاد ولايت پوهنې مسئولينو، علماوو او د سيمې قومي مخورو هم حضور درلود، د دغه ولایت په بره کي برک ولسوالۍ کې د. . .

BACK TO NEWS