له مرکز او ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

کابل
د کابل ښار د پوهنې ریاست د ۱۳۹۹ او ۱۴۰۰ کلونو د فعالیتونو او د دغې ادارې د مالي اسنادو د ارزونې په موخه د پلټنې عالي ادارې د یاد ریاست له مشرتابه او کارکوونکو سره وکتل او په دې برخه کې یې خپلې څېړنې پیل کړې.
په کابل کې د پوهنې رئیس مولوي احسان الله خطاب یاد پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ له اړوندو مسوولینو څخه وغوښتل چې په دې برخه کې ورسره پوره همکاري وکړي.
پروان
د پروان ولایت د پوهنې رئیس مفتي محمد حسن حقاني په دغه ولایت کې د عزیزي بانک له استازو سره وکتل او د ښوونکو د معاشونو د ورکړې په برخه کې یې د شته ستونزو د حل غوښتنه وکړه.
د عزیزي بانک مسوولینو ژمنه وکړه چې یادې ستونزې ته به په جدي توګه رسیدګي وکړي.
بلخ
د بلخ ولايت د پوهنې رئيس الحاج مولوي عبدالجليل شهیدخېل د مدارسو د ازموينې د بهير د څارنې او د ښوونکو د هلو ځلو د ستاينې په ترڅ کې د يادې پروسې د لا پياوړتيا او ښه والي په موخه اړوندو مسوولينو ته لازمې لارښوونې او لارښوونې وکړې.
په یوه بل خبر کې:
د بلخ ولایت د دهدادي ولسوالۍ د پوهنې آمریت د مشرتابه له خوا د دې ولسوالۍ د سرښوونکو، مدیرانو او اداري کارکوونکو لپاره د اداري روزنې، پلان جوړونې، رهبرۍ او مدیریت په برخو کې د ظرفیت لوړونې درې ورځنی سیمینار جوړ شوی و، ګډونوالو ته د سندونو په وېشلو سره پای ته ورسید.
همدارنګه:
د بلخ ولایت د چمتال ولسوالۍ د پوهنې آمر د ښوونې او روزنې په برخه کې د SUO او د پاملرنې موسسو د اغېزمنو خدمتونو څخه د ستاینلیکونو په ورکولو سره ستاینه وکړه.