له مرکز او ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۹ - ۱۱:۵۵
له مرکز او ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه.

کابل:
د کابل د پوهنې ریاست چارواکي وايي: د دغه ولایت د بګرامي ولسوالۍ له پوهنې سره خواخوږو خلکو د ۹ میلیونه افغانیو په ارزښت شاوخوا ۸ جریبه ځمکه د کوچیانو، اتفاق ، ګل زمان اباد او احمد خان کلي د لومړنیو ښوونځیو د جوړولو لپاره له پوهنې سره مرسته وکړه.
همدارنګه: د کابل ولایت د میربچه کوټ، کلکان، بګرامي او پغمان ولسوالیو د علم او پوهې خواخوږو شخصیتونو سږ کال ټولټال  ۹۹۸ زره او  ۹۱۵ افغانۍ راټولي کړي، ترڅو د دغو ولسوالیو د ښوونځیو لپاره میزونه، چوکۍ، دروازې، د درسي خونو رنګول او د هغو ښوونځیو لپاره د سولري اوبو لپاره سامانونه او نور د اړتیا وړ سامانونه واخلي .
بدخشان:
د بدخشان ولایت د پوهنې ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د پوهنې وزارت له خوا۴۷۷ زره او ۸۸۷ ټوکه درسي کتابونه د بدخشان ولایت د پوهنې ریاست لپاره په پام کې نیول شوي او ټاکل شوې د نوي تعلیمي کال په پیل کې زده کوونکو ته ووېشل شي.
نورستان:
د نورستان ولایت د پوهنې رئیس مولوي تاج محمد مطمین په افغانستان کې د UNHCR له استازي ښاغلي ویلیم سره وکتل په دې لیدنه کې یې د دغه ولایت د پوهنې ستونزې یې ورسره شریکې کړې او په دغه ولایت کې د پوهنې په برخه کې د ښوونځیو د بیارغونې، د درسي خونو کمښت او د مسلکي استادانو نه شتون ته یې اشاره وکړه او په دې برخو کې یې ورڅخه د مرستو غوښتنه یې وکړه.
ښاغلي ویلیم ژمنه وکړه چې دغه ستونزې به د خپلې ادارې له رئیس سره شریکې کړي او د حل لپاره به یې اقدام وکړي.
کاپیسا:
د کاپیسا ولایت د حصه اول ولسوالۍ د ښوونځیو آمرینو، مدیرانو او سرښوونکو د یوې غونډې په ترڅ کې د دې ولایت د پوهنې ریاست ته د خپلو کلنیو فعالیتونو او دندو راپور ورکړ.
د پوهنې ریاست مشرتابه د دغو مسوولینو د فعالیتونو د ستاینې په ترڅ کې له هغوی وغوښتل چې د هېواد او خلکو پر وړاندې خپل رسالت په ښه شکل سره سرته ورسوي..
سرپل :
د سرپل ولایت د سانچارک او ګوسفندي ولسوالیو د ښوونځیو ۵۳ آمرینو او مدیرانو د دې ریاست د ارزونې مدیریت له خوا وارزول شول. او دا ارزونه مخامخ ترسره شوه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۴۶
Background image

په هرات کې زده‌کوونکو لپاره ۴۵۰ مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې

د هرات ولایت پوهنې ریاست د شته امکاناتو د اغېزمنې کارونې، د بیت‌المال د ساتنې او د ښوونځیو د اړتیاوو پوره کولو په موخه، د روان کال له پیل راهیسې د زړو او خرابو مېزونو او څوکیو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۴۱
Background image

لغمان کې د ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه ښوونځي د بیارغونې چارې بشپړې شوې

د لغمان ولایت بادپښ ولسوالۍ اړوند اندرور لېسې بیارغونې چارې د ۲ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې شوې دي.
همدارنګه، د زده‌کوونکو او ښوونکو د اړتیاوو پوره کولو او د څښاک پاکو اوبو ته د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۳۴
Background image

په بامیان ولایت کې ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړونې برنامه جوړه شوه

د پوهنې وزارت له لوري، د بامیان ولایت د مرکز او یکاولنګ ولسوالۍ د ساینسي مضمونونو شاوخوا ۱۵۰ تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړونې شپږ ورځنی پروګرام جوړ شو.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم. . .

BACK TO NEWS