له ولایتونو څخه د پوهني خبرونه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۷ - ۱۳:۵۹
له ولایتونو څخه د پوهني خبرونه

لوګر

د پوهنې وزارت د احصائیې او معلوماتو ریاست په لارښوونه د لوګر ولایت د پوهنې ریاست د رسمي کارکوونکو، ښوونکو او زده کوونکو د ثبت او راجستریشن لړۍ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د یاد ریاست د مشرتابه په حضور کې پیل شوه
ټاکل شوې چې دا پروسه د یوې میاشتې په اوږدو کې بشپړه شي او په دې سره به د لوګر د پوهنې ریاست ټول کارکوونکي د دې ریاست د احصایې مدیریت په ډیټابیس کې ثبت شي چې د پوهني وزارت آنلاین ډیټابیس به هم ورته لاسرسی ولري.

بغلان

د بغلان ولايت د پوهنې رئيس الحاج مولوي محمد نور عزيزي په یاد ولايت کې د مرستندویو بنسټونو له استازو سره وکتل.
په دې کتنه کې د بغلان د پوهنې رئيس د مرستندویو بنسټونو له استازو سره د پوهنې د پرمختګونو، د مرستندویو بنسټونو د فعاليتونو، د سيمه ييزو ښوونيزو ټولګيو په اغېزو او د نورو اړینو موضوعاتو په باب خبرې وکړې.

کابل

د کابل ولایت د پوهنې رئیس مولوي عبدالحق حقاني د کابل ولایت د بګرامیو په ولسوالۍ کې د حسین خېل او عبدالشکور رشاد لېسو له ښوونیزو او اداري فعالیتونو څخه څارنه وکړه. 

کاپیسا

د کاپیسا ولایت د پوهنې رئیس مولوي محمد فرید حقاني د یاد ولایت تګاب ولسوالۍ ته د یوه کاري سفر په ترڅ کې د شهید محمد امان او الحاج شهزاده لېسې له ښوونیزو او اداري چارو څخه څارنه وکړه. 

لغمان

د پوهنې وزارت په همغږۍ د آسيا نړيوالې مؤسسې په مرسته په لغمان ولایت کې د سيمه ييزو زده کړو له ټولګيو څخه ۴۰ تنه زده کوونکي له درې کلنې ښوونیزې دورې څخه فارغ  او له یوې ځانګړې ازموينې څخه وروسته د مهترلام ښار د سلطان غازي بابا ښوونځي ته معرفي شول.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۲/۷/۱ - ۱۵:۱۵
Background image

د پوهنې وزارت د سرپرست له لوري په جوزجان ولایت کې د یوې لېسې نوې ودانۍ پرانیستل شوه

په هغو مراسمو کې چې د جوزجان ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد طاهر جواد، علماوو،استادانو او زده کوونکو هم حضور درلود، د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا له لوري د جوزجان. . .

شنبه ۱۴۰۲/۷/۱ - ۱۴:۵۹
Background image

د کابل ښار په بي بي حوا عالي لېسه کې یو جومات پرانیستل شو

 د کابل ښار د يوولسمې ناحيې اړوند د بي بي حوا عالي لېسې آمر، ښوونکو او زده کوونکو په خپل شخصي لګښت، د يادې لېسې لپاره يو جومات، د اوداسه خونه، کتابتون او روغتيايي مرکز جوړ او د یاد ښار. . .

شنبه ۱۴۰۲/۷/۱ - ۱۴:۲۲
Background image

د ښوونیزې سویې د تثبیت آزموینه واخیستل شوه

د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو رياست د اغېزمنې کړنلارې له مخې، د هېواد په رسمي ښوونځيو کې د شاملولو په موخه،د .ا.ا.م/جاهدینو او د راستنیدونکو مهاجرینو څخه د لسم او يوولسمو. . .

BACK TO NEWS