له ولایتونو څخه د پوهني خبرونه

media-moe
Wed, Jun 07 2023 1:59 PM
له ولایتونو څخه د پوهني خبرونه

لوګر

د پوهنې وزارت د احصائیې او معلوماتو ریاست په لارښوونه د لوګر ولایت د پوهنې ریاست د رسمي کارکوونکو، ښوونکو او زده کوونکو د ثبت او راجستریشن لړۍ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د یاد ریاست د مشرتابه په حضور کې پیل شوه
ټاکل شوې چې دا پروسه د یوې میاشتې په اوږدو کې بشپړه شي او په دې سره به د لوګر د پوهنې ریاست ټول کارکوونکي د دې ریاست د احصایې مدیریت په ډیټابیس کې ثبت شي چې د پوهني وزارت آنلاین ډیټابیس به هم ورته لاسرسی ولري.

بغلان

د بغلان ولايت د پوهنې رئيس الحاج مولوي محمد نور عزيزي په یاد ولايت کې د مرستندویو بنسټونو له استازو سره وکتل.
په دې کتنه کې د بغلان د پوهنې رئيس د مرستندویو بنسټونو له استازو سره د پوهنې د پرمختګونو، د مرستندویو بنسټونو د فعاليتونو، د سيمه ييزو ښوونيزو ټولګيو په اغېزو او د نورو اړینو موضوعاتو په باب خبرې وکړې.

کابل

د کابل ولایت د پوهنې رئیس مولوي عبدالحق حقاني د کابل ولایت د بګرامیو په ولسوالۍ کې د حسین خېل او عبدالشکور رشاد لېسو له ښوونیزو او اداري فعالیتونو څخه څارنه وکړه. 

کاپیسا

د کاپیسا ولایت د پوهنې رئیس مولوي محمد فرید حقاني د یاد ولایت تګاب ولسوالۍ ته د یوه کاري سفر په ترڅ کې د شهید محمد امان او الحاج شهزاده لېسې له ښوونیزو او اداري چارو څخه څارنه وکړه. 

لغمان

د پوهنې وزارت په همغږۍ د آسيا نړيوالې مؤسسې په مرسته په لغمان ولایت کې د سيمه ييزو زده کړو له ټولګيو څخه ۴۰ تنه زده کوونکي له درې کلنې ښوونیزې دورې څخه فارغ  او له یوې ځانګړې ازموينې څخه وروسته د مهترلام ښار د سلطان غازي بابا ښوونځي ته معرفي شول.

 

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS